CRI Online

وانګ يي د شانګهای همکارۍ سازمان د خارجه وزيرانو د شورا په غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-05-23 15:25:54

د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير وانګ يي د مې په دوه ويشتمه نېټه د قرغېزستان په پلازمېنه بېشکېک کې د شانګهای همکارۍ سازمان د خارجه وزيرانو د شورا په غونډه کې ګډون وکړ.

وانګ يي دغې غونډې ته په وينا کې وويل ،وروسته له هغه چې تېر کال په چينګداو کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو سرمشريزه غونډه ترسره شوه، د دغه سازمان غړو هېوادونو په ښه توګه د دغې سرمشريزې لاسته راوړنې عملي کړې، په فعاله توګه يې د ګډو همکاريو پټ قوت لټولی او په بېلابېلو برخو کې يې ګډو همکاريو ته ثابت پرمختګ ورکړی دی. اوسمهال نړيوال وضعيت له زياتو بې ثابتو او نامعلومو عواملو سره مخامخ دی، يواړخيزم پراخ شوی، پروټېکشنيزم پورته شوی دی،د سړې جګړې مفکوره بېرته رامنځته شوې او اوسنی نړيوال سيستم او د نړيوالو اړيکو اصول د بېلابېلو ظالمانه کړنو له امله سخته ګواښل شوي دي. د شانګهای همکارۍ سازمان په نړيواله ټولنه کې مهم قوت دی. د نړۍ د اوسنيو بدلونونو پر وړاندې د دغه سازمان بېلابېل غړي هېوادونه بايد خپلمنځي همکارۍ تقويه کړي، د دغه سازمان مثبت رول بايد په پوره توګه ولوبوي،د سيمه ييزو هېوادونو د امنيت، ثبات ، پرمختګ او سمسورتيا لپاره بايد ورسره زياتې مرستې وکړي او په نړيواله ټولنه کې دې د نويو نړيوالو اړيکو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره زيات خدمتونه وکړي.

وانګ يي د شانګهای همکارۍ سازمان بېلابېلو خواوو ته د راتلونکو خپلمنځي همکاريو د پياوړتيا په موخه وړانديزونه وکړل.

لومړی: خپلمنځي يووالی او متقابل اعتماد او ملاتړ بايد زيات شي. بېلابېلې خواوې بايد په مداومه توګه د شانګهای همکارۍ سازمان روحيه خپره کړي، د دغه سازمان د دوستانه همکاريو عمومي وضعيت دې وساتل شي، يو بل ته دې د مهمو ګټو د ساتلو او د خپلو مناسبو پرمختيايي لارو د ټاکلو په برخو کې ټينګ ملاتړ برابر کړي او په ګډه سره دې د بهرنۍ مداخلې مخه ونيسي.

دوهم: خپلمنځي امنيتي همکارۍ بايد ژورې شي او امنيتي پرده بايد ټينګه شي. بېلابېلې خواوې بايد په جدي توګه د دريو قوتونو پر ضد د مبارزې په برخه کې د ګډو همکاريو پروګرام پلی کړي، خپلې خاورې ته د داعش د وسله والو د ستنېدو مخه دې ونيسي،د ختيځ ترکمنستان په ګډون د ترهګريزو قوتونو پر ضد دې مبارزه پياوړې کړي او د شانګهای همکارۍ سازمان د افراطيت پر ضد تعهد نامه دې پلې کړي. چين به له بېلابېلو خواوو سره په شينجيانګ کې د تروريزم او افراطيت د مخنيوي او له منځه وړلو په اړه خپل تدبيرونه او تجربې شريکې کړي.

درېيم: خپلمنځي رښتينې همکارۍ بايد پراخې شي او هغو چارو ته بايد وده ورکړل شي چې اوسنی پرمختګ يې کمزوری دی. بېلابېلې خواوې بايد په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو د دوهم فورم لاسته راوړنې عملي کړي ، د سيمه ييزو همکاريو په اړه له وړانديزونو او د بېلابېلو هېوادونو له پرمختيايي ستراتېژيو سره د "يو کمربند او يوې لارې"پېوستون پياوړی کړي، د ازادې سوداګرۍ پر تړون دې خبرې اترې چټکې کړي ، د سيمې د متقابل پيوستون سويه دې لوړه کړي او د شانګهای همکارۍ سازمان د پرمختګ بانک د جوړولو په لاروچارو دې بحثونو ته دوام ورکړي.

څلورم: د نظر تبادلې او متقابلې زده کړې بايد تقويه شي او د خلکو متقابل پوهاوی بايد وهڅول شي. بېلابېلې خواوې دې په مداومه توګه د ښوونې، کلتور، عصري تخنيکونو، د چاپيريال ساتنې، روغتيا، سپورټ او داسې نورو برخو کې همکارۍ پياوړې کړی، د رسنيو ، ښځو، ځوانانو او فکري مرکزونو ترمنځ تګ راتګ دې زيات کړي او د شانګهای همکارۍ سازمان د بېلابېلو خواوو ترمنځ له همکارۍ څخه دې د ټولنې او خلکو ټينګ ملاتړ ترلاسه کړي.

پنځم: بېلابېلې خواوې بايد نړيوال مسئوليت پر غاړه واخلي او د دغه سازمان نفوذ دې پراخ کړي.

همدارنګه وانګ يي زياته کړه چې، په بېشکېک کې به د شانګهای همکارۍ سازمان د مشرانو سرمشريزه غونډه ژر پيل شي، موږ بايد د خارجه وزيرانو د روانې غونډې له لارې دغې سرمشريزې غونډې ته هراړخيز سياسي چمتوالی ونيسو. چين به له بېلابېلو خواوو سره يوځای د دغه سازمان د بېلابېلو برخو همکارۍ پرمخ يوسي او د سيمې بېلابېلو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای