CRI Online

دا يو پوچ او احمقانه خيال دی چې يو مليارډ او څلور سوه مليونه نفوس لرونکی غټ بازار دې بند کړی شي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-24 20:21:39

پدې وروستيو ورځو کې ډېرو بهرنيو تصديو هغه خبرونه رد کړي چې وايي له هوا وې شرکت سره يې ګډې همکارۍ بندې کړې دي، او ښکاره کړې يې ده چې دوی د امريکا د حکومت د بنديزونو له امله پر هوا وې شرکت د توليداتو پلورل نه بندوي. له دې څخه څرګنديږي چې پر هوا وې د توليداتو پر پلورلو د امريکا د بنديزونو له امله د امريکايي تصديو په ګډون د ډېرو بهرنيو تصديو ګټې زيانمنې شوې دي او دغه بنديزونه د خلکو د هرکلي وړ نه دي. د ځينو امريکايي سياستوالو هغه نيت چې د چين يو مليارډ او څلور سوه نفوس لرونکی غټ بازار بندول غواړي، يو احمقانه او پوچ خيال دی.

امريکا د چين د غټ بازار د بندولو په موخه دوه ګامونه پورته کړي چې لومړی يې د ګمرکي تعرفو زياتول او د سوداګريزې جګړې پيلول دي او بل يې د ناسمو خبرونو خپرول او د عامو افکارو ګډ وډول دي. خو د دغو ګامونو په پورته کېدو سره په چين کې بهرنۍ پانګونې او بهرنۍ سوداګرۍ لاپسې ښې شوې دي. د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې په چين کې د لګول شوو بهرنيو پانګو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪6.4 زياته شوې او د صادراتو او وارېداتو په عمومي ارزښت کې ٪4.3 زياتوالی راغلی دی.

چين يو غټ بازار دی چې يو مليارډ او څلور سوه مليونه نفوس لري او هيڅ پوخ سوداګر ورته په سپکه سترګه نه ګوري. برسيره پردې د چيني بازار جوړښت هم ډېر بشپړ دی.که امريکا هرڅومره بنديزونه پرې ولګوي، چين به پر اصلاحاتو او ورخلاصون ټينګار وکړي او د نړۍ پر مخ به هميشه خپله دروازه خلاصه کړي او د نړيوالو پانګونو لپاره به تود هدف او د نړيوالې سوداګرۍ لپاره به حاصل خيزه ځکمه وګرځي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای