CRI Online

د جفا وړلو توهم د چین او امریکا د اړیکو بنسټ خرابوي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-26 19:07:07
د جفا وړلو توهم د چین او امریکا د اړیکو بنسټ خرابوي

د امریکا د مشهور ایل پوهنتون مشر پیتر سالوی په دې وروستیو ورځو کې په یو علني پیغام کې د امریکا او چین د اړیکو د خړپړتیا او د علمي تبادلو د څارنې سختوالي له امله خپله اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې ورخلاصون د امریکا د عالي څیړنیزو پوهنتونونو د بریالیتوب کلي ده او د ایل پوهنتون یوه نښه هم ده.

د سالوی له دغه پیغام څخه دا څرګندیږي چې د چین او امریکا د اړیکو یو بنسټ یعنی بشري او کلتوري تبادله د امریکا د ځینو کسانو د جفا وړلو توهم له ګواښ سره مخامخ دی. د طبي ساینس له لحاظه د جفا وړلو توهم هغه ناروغي ده چې ناروغان خودسرانه باور لري چې ځان یی له جفا سره مخامخ دی نو په هر ځای او هر وخت کې تر حده وتلی دفاع کوي. د امریکا ځینی سیاستوال په دغه ناروغۍ اخته شوي دي چې چین خپل دښمن بولي.

مګر د امریکا هغو سیاستوال چې په یاده ناروغۍ اخته شوي، د چین او امریکا ترمنځ عادي کلتوري تګ راتګ په خپل توهم کې شامل کړي دي. دوی چیني محصلین او کارپوهان په جاسوسۍ تورن کړي دي. دوی د امریکا عام خلک وېروي او د چینایانو او امریکایانو ترمنځ مقابله هڅوي. دغه کړه وړه د چین او امریکا د اړیکو بنسټ خرابوي.

مګر د دغو کسانو چلند هوښیار خلک نه شي غولولی. د شمیرنې له مخې په تیرو ۹ کلونو کې چین په امریکا کې د بهرنیو محصلینو ترټولو لویه سرچینه ده. یوازی له ۲۰۱۷ کال تر ۲۰۱۸ کاله پورې چیني محصلینو د امریکا اقتصاد لپاره ۱۳ ملیارډه ۹۰۰ ملیونه امریکایي ډالره برابر کړي دي.

د ایل پوهنتون د مشر سالوی په پیغام کې دا هم راغلي چې په خپل پوهنتون کې یی تکړه محصلین او کارپوهان شامل کړي او دا د دوی د نویو اختراعاتو سبب شوي دي او د ایل پوهنتون مسولیت یې لوړ او ټینګ کړی دی چې اوسنۍ نړۍ ښه کړو او راتلونکي نسل ته ګټه ورسوو. هغه پر دې ټینګار وکړ چې دغه پوهنتون به د تیر په شان د نړیوالو محصلینو او کارپوهانو هرکلی وکړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای