CRI Online

د اقتصاد د همکارۍ او پرمختګ سازمان د چين د اقتصاد د راتلونکي په اړه خوشبين دی

cri     (GMT+08:00) 2019-05-27 15:52:04

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اقتصاد د همکارۍ او پرمختګ سازمان څو ورځې مخکې د ۲۰۱۹ کال د نړيوال اقتصاد د وړاندوينې راپور خپور کړ. په دې راپور کې راغلي، په راتلونکو څو کلونو کې به د ارګانونو د اصلاحاتو له امله ښايي د چين د اقتصادي زياتوالي سرعت ورو شي، خو په راتلونکی کې به ګړندی پرمختګ وساتي. په دې راپور کې اټکل شوی چې سږ کال به د چين د اقتصاد زياتوالی شپږ اعشاريه دوه سلنه وي او راتلونکی کال به دغه شمېر شپږ سلنه وي.

په ياد راپور کې راغلي، که څه هم اوس په نړيوال اقتصاد کې بې ثباتۍ عوامل زياتېږي، د نړيوالې سوداګرۍ وضعيت لا هم ترينګلی دی او په چين کې د چارو جوړښت د اصلاحاتو په حال کې دی، خو په چين کې د هر تن په سر عايدات په ثابته توګه زيات شوي او داخلي تقاضا پياوړې ده، دا د چين د اقتصاد د ثبات يو مهم لامل دی.

د چين حکومت څو ورځې مخکې يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د روان کال په لومړي فصل کې د چين په اقتصادي زياتوالي کې د مصرف خدمتي انډول 65.1 سلنې ته رسېدلی دی. د اقتصاد د همکارۍ او پرمختګ سازمان د چين د اقتصادي تګلارو د څېړنيز دفتر مشرې ډاکټرې مارجيت مولنار وويل، په اقتصادي زياتوالي کې د مصرف د خدمتي انډول زياتول يو سم لوری دی. هغې وويل

((دا سم لوری دی، چين پر يو پرمختللي هېواد د بدلېدو په بهير کې د مصرف انډول زياتوالی يو لازم ګام دی، نو په اقتصادي زياتوالي کې د مصرف خدمتي انډول هم بايد لوړ شي. فکر کوم چې په چين کې مصرف لا ستر پټ توان لري. ))

مېرمن مارجيت مولنار دې ته اشاره وکړه چې په چين کې به د چارو جوړښت د اصلاحاتو له امله په اقتصادي زياتوالي کې د مصرف خدمتي انډول لا زيات شي. هغې وويل

((په نوي ډول د ښار او ولسوالی د جوړېدو په پلان کې څو لويې تګلارې وړاندې شوې، لومړی سل مليونه کسان له کليوالو سيمو څخه ښارونو ته کډه شي. دوهم په ښارونو کې کليوالو کارګرو ته د ځايي اوسېدونکو په شان حقونه يعنې عامه خدمتونه ورکړل شي. د دغو دوو تګلارو له امله به په ۲۰۲۰ کال کې د مصرف انډول يوولس سلنه زيات شي. ))

دا چې اوس د چين او امريکا ترمنځ تجارتي اصطکاک روان دی، نړيواله ټولنه دا اندېښنه لري چې بهرنۍ پانګونې به له چين څخه وايستل شي. خو د چين د سوداګرۍ وزارت يوه شمېره خپره کړه چې له مخې يې د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې چين 305 مليارډه  ژن مين بي يوانه بهرنې پانګونې لګولې چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت شپږ اعشاريه څلور سلنه زيات شوی دی. په دې جمله کې د جوړونې په چارو کې راجلب شوې بهرنې پانګونې 11.4 سلنه زياتې شوې دي. نو مېرمن مارجيت مولنار وويل، بهرنې پانګونې د چين د اقتصاد د راتلونکي په اړه پوره باور لري. هغې وويل

(( د چين د اقتصادي زياتوالي اندازه د نورو هېوادونو په نسبت لوړه ده او نه يوازې په روان کال کې، بلکې په لنډه او يا منځنۍ موده کې نه بدلېږي. نو چين به په دوامداره توګه نړيوالې پانګونې جلب کړي. په تېره بيا اوس په چين کې د بهرنيو پانګونو د جلبولو چاپېريال ښه شوی، نو په چين کې به د بهرنيو پانګونو پيمانه لا لويه شي. ))

اوس د چين د ورخلاصون د لا پراخېدو تګلاره د تطبيق په حال کې ده، مېرمن مارجيت مولنار وويل، د پولي چارو د پرانيستي توب، د پوهنې د مالکيت حق نړيوالې همکارۍ د پياوړتيا او د توکو او خدماتو وارداتو د زياتوالي په شمول ځينی ګامونه د چين اقتصاد د دايمي پرمختګ لپاره ګټور دي، هغه د چين اقتصاد د راتلونکي پرمختګ په اړه خوشيبنه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای