CRI Online

د م م د انساني استوګنې لومړی کنفرانس پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-05-28 16:05:28

د م م د انساني استوګنې لومړی کنفرانس د مې په ۲۷مه نېټه د کينيا په پلازمينه نايروبي کې پرانيستل شو چې اصلي موضوع يې (( د نوښت له لارې په ښارونو او ښاري ټولنو کې د ژوند ښه والی)) دی او موخه يې د نړۍ د ښاري کېدو په بهير کې له ننګونو سره د مقابلې د نويو او دواملرونکو لارو چارو پيدا کول دي.

په دغه کنفرانس کې د ۱۱۳هېوادونو او سيمو تر ۳۰۰۰ تنو زياتو استازو ګډون کړی. د م م سرمنشي انټونيو ګوټرېس د کنفرانس په پرانيستونکو مراسمو کې د ويډيو له لارې يوه وينا وکړه. هغه په خپله وينا کې وويل، چې په ښارونو او ښاري ټولنو کې د ژوند کيفيت د لوړوالي لپاره ګډ بحثونه د انساني استوګنې لومړي کنفرانس د جوړېدو موخه ده.

د م م مرستيال سرمنشي او د م م د انساني استوګنې پروګرام اجرائيوي مشرې ميمونه محد شريف په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې دغه کنفرانس پر څو اړخيزم او ښاري کېدو د نړۍ د زياتو هېوادونو د ټينګار او ژمنو له برکته جوړ شوی. په نړۍ کې د ښاري کېدو تمايل ورځ په ورځ څرګنديږي، دغه کنفرانس به په دې بهير کې له رامنځته شويو ننګونو سره د مقابلې لارې چارې وړاندې کړي.

(( د اټکل له مخې، تر ۲۰۵۰ کال پورې به د نړۍ ۷۰ سلنه کسان به په ښارونو کې ژوند وکړي چې له امله به يې په ښارونو کې د سختې بېوزلۍ، اقتصادي نابرابرۍ، د بېوزلو د استوګنځيو، بشري بحران، د هوا ککړتيا، اقليمي بدلون او د بې کارۍ لوړ انډول په شمول دايمي او نوې ستونزې رامنځ ته شي. موږ بايد په دولتي پرمختګ کې د ښاري کېدو دواملرونکي بهير ته لومړيتوب ورکړو، څو يادې مسئلې حل شي او بېوزلي او نابرابري له منځه يوړل شي. ))

د کينيا ولسمشر اهورو کينياټا د نوموړي کنفرانس په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې د کينيا حکومت به د م م د انساني استوګنې له پروګرام سره مالي مرستې زياتې کړي.

(( حقيقت دا دی چې د کينيا په شمول زياتو هېوادونو ليدلی چې د بېوزلو کسانو استوګنځيو او غېر رسمي غريبو ټولنو د پراخوالي له امله چاپيريال خراب شوی دی. د دغو ننګونو د حل لپاره علمي منطق او نويو نړيوالو عملياتو ته اړتيا لرو. نو د دې کنفرانس اصلي موضوع يعنې ((د نوښت له لارې په ښارونو او ښاري ټولنو کې د ژوند ښه والی)) ډېر ښه دی. هيله لرم چې ښارونه او د استوګنې سيمې د اقتصادي پرمختګ انجن وګرځي. ))

د م م د انساني استوګنې په لومړي کنفرانس کې د ښارونو په پرمختګ کې د چين تجربې بيان شوې. په پرانيستونکو مراسمو کې د چين په اړه ۲ راپورونه يعنې (( د شن جن کيسې: د اقتصاد، ټولنې او چاپيريال بدلونونه)) او (( د چين د يانګځه سيند د دلتا سيمې په بېلګه کليو کې د کاربن ايستنې د ټيټوالي لارښوونه)) خپاره شول. په نوموړي لومړي راپور کې راغلي چې د چين (( شن جن )) په تېرو ۴۰ کلونو کې د کب نيولو له يو کوچني کلي څخه پر نړيوالې اقتصادي ډلې بدل شوی او د اقتصاد، ټولنې او چاپيريال په برخو کې يې رښتيني چټک بدلونونه کړي. په دې راپور کې ياد شوي چې د نورو هېوادونو نوي سمسور ښارونه او ځانګړې اقتصادي سيمې د (( شن جن )) له تجربو څخه ګټې اخيستلی شي.

د ايټاليا پروفيسر رافايل سکوديري چې د يادو راپورونو په ليکلو کې يې برخه لري، په دې نظر دی چې شن جن د نفوس د زياتوالي، د لوړې تکنالوژۍ د پرمختګ او په استوګنځيو کې د ژوند کيفيت د ښه والي په برخو کې برياليتوبونه تر لاسه کړي.

(( شن جن نړۍ ته دا څرګنده کړې چې څرنګه په محدود وخت کې د اقتصادي پرمختګ له ننګونو سره مقابله کولی شي. دغه تجربې د هغو اقتصادي ځواکونو لپاره ګټورې دي چې د پرمختګ له عمده ننګونو سره هم مخامخ دي. ))

نوموړی کنفرانس به د مې په ۳۱مه نېټه پای ته ورسيږي. د م م د انساني استوګنې کنفرانس په هرو څلورو کلونو کې جوړيږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای