CRI Online

د امريکا د حکومت له خوا د پيل شوي سوداګريز اصطکاک سختوالی به پر نړيوال اقتصاد منفي اغيزه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-29 12:36:47

د نړيوال کېدو په هکله د فکري ارګان يعنې سي سي جي او د امريکا د پانيسلوينيا پوهنتون د فکري پروګرام يعنې تي تي سي اس پي په کوربتوب د چين د نړيوالو فکري ارګانونو د نوښت څلورمه کلنۍ غونډه د مې په ۲۸مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. برخه والو د نړيوال کېدو په ۴ اعشاريه صفر زمانه کې د فکري ارګانونو پر نوښت د بحثونو ترڅنګ د امريکا له خوا د پيل شوي سوداګريز اصطکاک د سختوالي په هکله خپل نظرونه څرګند کړل. دوی په اتفاق سره وويل چې سوداګريز اصطکاک د هېڅ لوري په ګټه نه دی او د امريکا يادې کړنې پر نړيوال اقتصاد پوره منفي اغيزه کړې ده.

د امريکا د کاتو انسټېټيوټ مرستيال کريستفير پريبل وويل چې په تېرو لسګونو کلونو کې د نړيوال کېدو له کبله انسانان د ازادې سوداګرۍ پر مهم اهميت ښه پوهيږي.هر هغه کړنه چې غواړي ازادې سوداګرۍ ته زيانونه ورسوي، زيانمنه ده او د سوله ييزو اړيکو لپاره يو ډول خنډ هم بلل کيږي. هغه له نورو هېوادونو سره د امريکا د حکومت د نه همکارۍ کولو مفکوره وغندله. هغه وويل ،زما په اند د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امريکا حکومت سوداګري يوه لوبه بولي.د دوی په اند که يوه خوا ترې برياليتوب تر لاسه کړي، بله خوا به هرو مرو ناکامه شي.په دې حال کې دوی په تېرو دېرشو کلونو کې د چين پرمختګ ته پاملرنه کړې، خو د امريکا پرمختګ لږ څه ځنډول شوی .د دوی په نظر سوداګري يوه لوبه ده او چين د امريکا د پرمختګ د ځنډېدو له امله پرمختګ موندلی دی.خو زه له دې نظر سره موافق نه يم.

د بريټانيا د چاتام هوس د څېړنيز انسټېټيوټ د اسيايي پروګرامونو لوړ پوړي څېړونکي تيم سوميرس وويل چې د امريکا له خوا د پيل شوي سوداګريز اصطکاک سختوالي پر عمومي اقتصاد پوره منفي اغيزه کړې او د اوږدې مودې لپاره به د نړيوالو تصديو د ادارې او پرمختګ مخنيوی وکړي. هغه زياته کړه، زما په اند د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امريکا حکومت له خوا نيول شوي تدبيرونه پر عمومي اقتصاد پوره منفي اغيزه لري او د چين او امريکا د کورني توليد د عمومي ارزښتونو پر زياتوالي به منفي اغيزه وکړي او د نړيوال اقتصاد پر وړاندې به د ننګونو د ډېرېدو سبب وشي چې دا اغيزه لنډه مهاله وي.سربېره پردې د دغو تدبيرونو په نيول کېدو سره به د تصديو عملي موډل، توليد او اداري جوړښت بدل شي او له دې امله به په تېرو څلوېښتو کلونو کې جوړ شوي برابرونکي ځنځيرونه او ابتکاري شبکې له لازياتو ستونزو سره مخ شي.

چيني کارپوهانو د نړيوال کېدو له لحاظه د چين او امريکا ترمنځ سوداګريزې مسئلې تر غور لاندې نيولې دی.د چين د بهرني اقتصاد او سوداګرۍ پوهنتون د نړيوالې سوداګرۍ پوهنځي پروفيسر او د نړيوالو سوداګريزو چارو د څېړنيز مرکز مسئول وانګ جيان وويل چې دغه شونتيا نه شته چې امريکا د يادو تدبيرونو په نيولو سره د نړيوال کېدو د تمايل مخنيوی وکړي.هغه وويل،د سوداګرۍ او اقتصادي عملونو له نظره دا رښتيا ده چې بېلا بېلو هېوادونو په دې برخه کې يو پر بل لا تکيه کړې ده.په بله ژبه زمونږ نړۍ کوچنۍ شوې ده.د چين او امريکا ترمنځ سوداګريز اصطکاک په پوره توګه د دوه اړخيزو سوداګريزو اړيکو، اړوندو چارو او تخنيکي همکاريزو اړيکو مخنيوی نه دی کړی او دغه شونتيا نه شته .ځکه چې اوسني معلوماتي تخنيکونه، انټرنېټ او بازاري چاپيريال د پخوا په پرتله بدل شوی دی. ټول وګړي فکر کوي چې څنګه يو له بل سره ژوره همکاري وکړي او ترې ګډ برياليتوبونه تر لاسه کړي چې دا د ټولو وګړو ګډه نظريه ده.

د بېجينګ د پوهنتون د سياستو او اقتصاد د نړيوال څېړنيز مرکز مسئول وانګ يونګ داسې وويل چې که د امريکا حکومت د سوداګريز اصطکاک پر سختوالي ټينګار وکړي، نو دا به د امريکايي تصديو ګټو ته زيانونه ورسوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای