CRI Online

چين به پر خپلو خبرو ټينګ ولاړ وي

cri     (GMT+08:00) 2019-05-31 19:45:46

د چين د سوداګرۍ وزارت د مې په ۳۱مه نېټه اعلان وکړ چې چين به د اړوندو قوانينو او اصولو له مخې د بې باوره تور لست ميکانيزم جوړ کړي. هغه بهرنۍ تصدۍ، ډلې او شخصيتونه چې بازاري اصول نه مراعات کوي، د تړونونو له روحيې څخه سرغړونه کوي، دغير سوداګريز مقصد له امله د چين پر تصديو د بنديزونو لګولو او ورته د توکيو برابرولو د پرې کولو او د چيني تصديو عادلانه ګټو ته سخت تاوانونه رسوي، په بې باوري تور لست کې به يې شامل کړي. په دې اړه مشخص تدبير په نژدې موده کې خپور شي.

چين په دې سوداګريز جنګ کې تل داسې اصول او دريځ غوره کوي چې نه غواړي له امريکا سره مقابله وکړي، له دغه سوداګريز جنګ څخه ويره نه لري او په اړينې وخت کې به ورسره مقابله وکړي. چين د امريکا د نرمو او کلکو تګلارو په هکله کافي او اغيزمنې لارې لري. په څه دپاسه يو کال کې چين يو د بل د درناوي کولو او د مساواتو او ګډو ګټو پر بنسټ د خبرو اترو پر اصولو ټينګار کړی، د ډېر صميميت او هلو ځلو په لرلو سره يې په اقتصادي او تجارتي چارو کې له امريکا سره د يوولس ځله لوړ پوړې سلامشورې تر سره کړي او فعال پرمختګونه يې تر لاسه کړي دي. خو امريکا څو څو ځله خبرو ته بدلون ورکړی او څو څو ځله يې له چين څخه له واردوونکو توکو څخه د ګمرکي مالياتو د زياتوالي تدابير غوره کړي، حتی بې له شواهدو او يا کوم شرط پرته يې د دولت د انرژۍ په کارولو سره د هوا وې په شمول چيني شرکتونو ته د امريکايي تصديو د تخنيکونو برابرول پرې کړل، پر چين تر محدودې اندازه يې پر چين فشار اچولی او د چين د پرمختيا د مخنيوي نيت يې څرګند کړی دی.

که امريکا غواړي خبرې اترې وکړي، چين به په جدې توګه ورسره خبرې اترې وکړي، که امريکا غواړي له چين سره مقابله وکړي، چين به په جدې توګه ورسره مقابله وکړي. که امريکا هيڅ صميميت نه لري، چين به ورسره په پای کې مقابله وکړي. که څه هم چين په محدوده توګه له امريکا سره تجارتي جنګ کوي، خو په منظم او باوري ډول يو لړ تدابير يې غوره کړي دي. له دې څخه څرګنديږي چې د کافي تګلارو لرونکی بوکس اماده دی، خو واقعي فعاليتونه يې تر اوسه نه دي پيل کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای