CRI Online

چين له افغانستان سره د غلودانو بيړنۍ مرسته وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2019-06-02 10:54:36

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چيني حکومت لخوا افغان حکومت ته د غلودانو د بيړنۍ مرستې د سپارلو مراسم د جون په لومړې نېټه په کابل کې تر سره شول. د دواړو خواوو استازيو په دغو مراسمو کې د خوراکي توکو د سپارلو سندونه لاسليک کړل.

په افغانستان کې د چين لوی سفير ليو جين سونګ په دغو مراسمو کې وويل چې څو سوه زره وچکالۍ ځپلي افغانان به له دغې مرستې څخه برخمن شي. چين به په دوامداره توګه افغانستان ته بشري مرستې برابرې کړي او د افغانستان په اقتصادي بيا رغونه کې د مثبت ګډون په برخه کې به د خپلو تصديو هڅونه وکړي څو چې د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې د دوو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ لاسته راوړنې عامو خلکو ته لا زياتې ګټې ورسوي.

د معلوماتو له مخې، د چين حکومت پلان لري چې له طبيعي پېښو سره د مقابلې په اړه د افغانستان د وړتيا د پياوړتيا په خاطر د دغه هېواد حکومت ته د خيمو او کاليو په شمول مرستندويه مالونه برابر کړي. د دوو هېوادونو اړوندې حکومتي څانګې اوس هم په دې برخه کې همکاري کوي چې د چين د مصنوعي سپوږمکۍ د ليرې کنترول تخنيکونو په کارولو سره په افغانستان کې د طبيعي پېښو څارنه وکړي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای