CRI Online

د شانګريلا ۱۸م ډيالوګ پای ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2019-06-03 16:31:21

د شانګريلا ۱۸م ډيالوګ د جون په دويمه نېټه په سينګاپور کې تر سره شو چې د شاو خوا څلويښتو هېوادونو د ملي دفاع وزيرانو، لوړو نظامي چارواکو او کارپوهانوپکې ګډون کړی و. د چين د دولتي شورا غړي او د ملي دفاع وزير وې فنګ هه د همدې ورځ په سهار د چين او نړيوالې امنيتي همکارۍ تر عنوان لاندې يوه وينا وکړه. هغه په عمده توګه د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په ترڅ کې د چين د کوښښونو په هکله مالومات ورکړل او ويې ويل چې چين د سوله ايزې پرمختيا پر لارې ټينګار کوي، د ملي دفاع پر بنسټ دفاعي تګلاره غوره کوي، د چين پوځ د سوله ايزې سولې او ثبات ساتلو لپاره فعال خدمتونه تر سره کړي او کوي يې.

وې فنګ هه په خپله وينا کې وويل چې اوسمهال نړۍ له لويو بدلونونو سره مخامخ ده چې نا ټاکلي او ناثابت عوامل يې زيات دي. د چين دولت رئيس شي جين پينګ د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو نظريه وړاندې کړې چې دا په هوسا چاپيريال کې د ټولې نړۍ د خلکو د ګډ ژوند او په اغيزمنه توګه د نړيوالو مسئلو د حلولو سمه ټاکنه ده او د نړۍ د سولې او ارامتيا او د انسانانو د سمسورتيا او پرمختيا لپاره سمه لاره هم ده.

نوموړي وويل چې د چين حکومت او پوځ د پيچيلو او بدليدونکو نړيوالو امنيتي حالاتو پر وړاندې د نړيوالې او سيمه ايزې سولې او ثبات د ساتلو ټينګ هوډ لري. په اسيا او ارام سمندر سيمه کې د ګډې سمسورتيا په تاريخي بهير کې د بېلا بېلو هېوادونو مرکزي ګټو او امنيت ساتنې ته بايد پاملرنه او ساتنه وشي. چين نه غواړي له نورو هېوادونو څخه ګټه واخلي او د نورو هېوادونو پر پرمختيا يې سترګې نه سوځي، خو هيڅکله به له خپلو عادلانه حقوقو او ګټو څخه هم لاس وانه خلي. هر بهرنی هېواد بايد د چين ملي حکميت، امنيت او ګټو ته د زيانونو رسولو نيت پريږدي.

وې فنګ هه د تايوان د مسئلې په هکله وويل چې د چين د جلا کيدو غوښتنې په اړه هېڅ نيت به بريالی نه شي، د تايوان په مسئله کې د لاس وهنې هر عمل به ماتي وخوري او د چين د پوځ د ارادې په هکله به هره ټيټه ارزونه خطرناکه وي.موږ غواړو په ډېر صميميت او تر وسې پورې د سوله ايز يووالي لپاره کوښښ وکړو، خو ژمنه نه کوو چې د وسلو له کارولو څخه به کار وانه خلو. ځکه د هېواد د يووالي ساتنه د پوځ دنده ده. که د چين د خلکو د ازادي بخښوونکې اردو د هېواد يووالي نه شي ساتلی، نو بيا دوی څه رول لوبوي؟

وې فنګ هه د جنوبي سمندر د مسئلې په هکله وويل چې اوسمهال په دغه سيمه کې عمومي حالات ثابت دي. د جنوبي سمندر په شاوخوا کې د اصولو په هکله د چين او د اسيان د هېوادونو تر منځ سلامشورو فعال پرمختګونه تر لاسه کړي دي.هغه وويل چې چين هېله لري چې اړوندې خواوې د توپيرونو حلولو او د سولې د ساتلو په تر څ کې د جنوبي سمندر په شاو خوا کې د پراتو هېوادونو هوښيارتيا او توان ته په سپک نظر ونه ګوري او هر کلی کوي چې هر هېواد په دې اړه رغنده پيشنهادونه وکړي.

وې فنګ هه د چين او امريکا تر منځ د اړيکو په هکله وويل چې که څه هم دغه اړيکې کله کله له توپانونو سره مخ دي، خو عموماً پرمخ ځي. همکاري د دغو دوو هېوادونو يوازينې سمه ټاکنه ده، همکارۍ به دواړو خواوو ته ګټې ورسوي، برعکس مقابله به ورته زيانونه ورسوي. هغه وويل چې د چين او امريکا پوځونه بايد د دواړو هېوادونو د مشرانو لخوا تر لاسه شوې ګډې نظريې عملي کړي. د دواړو هېوادونو د دوو پوځونو تر منځ اړيکې د ذات البيني اړيکو بنسټ وګرځي. هغه وويل چې همکارۍ د دواړو خواوو ګډو کوښښونو ته اړتيا لري، خو جنګ د يوې خوا په لمسون کوونکو کړو وړو سره پيلېږي. چين هيله لري چې امريکا له موږ سره په يوه داسې لوري روانه شي چې يو له بل سره مقابله نه بلکې يو د بل درناوی وکړو او د ګډو ګټو لپاره همکارۍ جاري وساتو او پر سمې لارې دې د دواړو هېوادونو د اړيکو د پرمختيا هڅونه وکړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای