CRI Online

تبصره: چين د خپل هېواد کارپوهانو او محصلينو ته د زده کړې په موخه امريکا ته د سفر په اړه خپله پيشبيني په ډاګه کړه

cri     (GMT+08:00) 2019-06-03 18:01:21

د چين ښوونې وزارت د جون په ۳مه نېټه د زده کړې په هکله نورو هېوادونو ته د خپلو اتباعو سفر په برخه کې د ۲۰۱۹م کال لومړنۍ پيشبيني وښودله. چينايان په تېرو څو مياشتو کې له هغو ستونزو سره مخامخ وو چې په امريکا کې د زده کړې لپاره د ويزې د اخيستلو مرحله بندېږي، د اړوندې مرحلې د څارنې موده زياتېږي، د ويزې د اقامت موده کمېږي او د ويزې د اخيستلو غوښتنليک ردېږي. داسې حالات د زده کړې په هکله امريکا ته د چينايي محصلينو پر سفرونو او له امريکايي پوهنتونونو څخه د چينايي محصلينو پر فارغېدو باندې منفي اغيزې کوي، نو له دې امله د چين ښوونې وزارت چينايي محصلينو او کارپوهانو ته پيشبيني وښودله چې د زده کړې لپاره امريکا ته له سفر مخکې د خطرونو د ارزونې او څارنې کارونه پياوړي کړي او د يادو حالاتو د مخنيوي لپاره تيارياني ونيسي.

دغه پيشبيني په ۲۰۰۳م کال کې د زده کړې لپاره نورو هېوادونو او سيمو ته د چيني اتباعو د سفرونو په برخه کې د پيشبينيو د ښودنې نظام له جوړېدو راهيسې د چين ښوونې وزارت لخوا ۶۳مه پيشبيني ده او کليدي موضوع يې ويزه ده. د دغې پيشبينۍ تر شا حالت دا دی چې امريکا د ۲۰۱۸م کال راپدېخوا د جاسوسۍ د مخنيوي په پلمه امريکا ته د ګڼ شمېر چينايانو د ويزې د اخيستلو مرحلې بندې کړې. د امريکا د مشرانو جرګې د نظامي شورا د دفاع د کلني واک ورکولو په مسوده کې د ويزې ورکولو په برخه کې پر چينايي محصلينو او څيړوونکو د څارنې د جدي کېدو غوښتنه شوې ده. د امريکا د مشرانو جرګې ځېنو غړو په تېرو څو ورځو کې کابينې ته د يوې قانوني مسودې په وړاندې کولو سره غوښتنه کړې چې د چين د نظامي څيړنيزو ارګانونو کارکوونکو او څيړوونکو ته ويزې ورنه کړي، څو د امريکا امنيت ته ګواښونه کم شي.

رښتيا ده چې د چين او امريکا ترمنځ عادي تعلمي تګ راتګ او همکارۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اصطکاک د سختوالي پر مهال د امريکا لخوا سياسي شوې ده. دا نه يوازې د چينايي محصلينو شرافت او حقه حقوقو ته زيان رسوي، بلکې د دواړو هېوادونو پر تعليمي تګ راتګ او همکاريو باندې منفي اغيزه کوي. د چين ښوونې وزارت په دې مناسبت د يادې پيشبينۍ په ښودلو سره د چينايانو ګټې ساتي. له دې امله به چينايي محصلين په امريکا کې د زده کړې په اړه خپله لايحه او پلان بيا تر پام او غور لاندې ونيسي او لا مناسب انتخاب به وکړي.

چين غواړي د امريکا په شمول له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای تعليمي او ښوونيزې همکارۍ پياوړې کړي، خو همکارۍ دې يواړخيزې نه وي او دواړه خواوې دې يو د بل درناوی وکړي او تګ راتګ دې وکړي. چين به په راتلونکې کې نړۍ ته خپلې ښوونيزې چارې لا پراخې کړي او هر کلی به وکړي چې د مختلفو هېوادونو او سيمو محصلين په چين کې د زده کړې له لارې د چين په اړه معلومات تر لاسه کړي او د چين په پرمختيايي جريان کې برخه واخلي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای