CRI Online

خوندي او دوستانه چاپيريال چيني سيلانيان جذبولی شي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-04 20:28:28

د چين د بهرنيو چارو وزارت د جون په ۴مه نېټه امريکا ته د سفر په هکله چيني اتباعو ته د امنيت په اړه خبرداری ورکړ. له دې امله چې د امريکا قانون اجراکوونکو اورګانونو په دې وروستيو کې ډېری وختونه چيني اتباع دغه هېواد ته د تګ راتګ پر مهال د څارنې او په کورونو کې د مرکو له لارې ځورولي، نو امريکا ته د تلونکو چيني اتباعو او په دغه هېواد کې ميشتو د پانګونې چيني پانګونې موسسو ته د خونديتوب په اړه د هغوی د پوهاوي د لوړولو لپاره خبرداری ورکړی شوی.د چين د کولتور او سيلانۍ وزارت امريکا ته د چيني اتباعو د سفر د خونديتوب په اړه خبرداری هم خپور کړ. په وروستيو کې په امريکا کې د ډزو او غلا ډېرې قاضيې رامنځته شوې، نو ياد وزارت چيني سيلانيانو ته يادونه کړې چې په بشپړه توګه امريکا ته د سفر د خطرونو ارزونه وکړي او په محتاط ډول سفر وکړي.دا دواړه خبرتياوې د سږ کال تر پای پورې اعتبار لري او له دې څخه څرګندېږي چې بهر ته د چيني اتباعو د يو عمده تمځای په توګه د امريکا د امنيت چاپيريال ورځ تر بلې خرابېږي ،د سياحت خطرونه مخ په زياتېدو دي او حتی د قانون د پلي کولو لوري او تبعيض نور هم روښانه کېږي.دا نه يوازې د چينايانو شخصي مصؤنيت په خطر کې اچوي،بلکې د چيني اتباعو قانوني حقونو او ګټو ته هم جدي زيانونه رسوي.له دې امله د چين اړوندې څانګې د امنيت ياددښتونه خپاره کړل.

لکه څنګه چې چين خپلې پرانيستنې او د مصرف لوړولو ته ادامه ورکوي، نور زيات چينايان بهر ته د کار په موخه سفرونه کوي. په ۲۰۱۸ کال کې بهر ته د چيني سيلانيانو شمېر شاوخوا ۱۵۰ مليونو تنو ته رسېدلی چې دغه شمېر د وړم کال په پرتله ۱۴ اعشاريه ۷ سلنه زيات شوی دی. چين د نړۍ د بهرنيو سيلانيانو تر ټولو لويه سرچينه ده. امريکا بهر ته د چيني اتباعو د سفر اصلي او عمده ځای دی، خو په تېر کال کې امريکا ته د چيني سيلانيانو شمېر د وړم کال په پرتله 5.7٪ ټيټ شوی چې له 3 مليونو تنو څخه کم دی، دا په 15 کلونو کې لومړی کمښت دی. د هغې دليل په امريکا کې خراب امنيتي چاپيريال دی.

په حقيقت کې، د چينايانو لپاره نړۍ ډېره لويه ده او غواړي چې لا ډېر ځايونه وګوري. د چين او امريکا ترمنځ سياسي اړيکو د ټينګېدو له ۴۰ کلونو راهيسې چين په فعاله توګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د کولتوري تبادلې او همکارۍ ته وده ورکړې ، دا نه يوازې د دواړو خواوو له ګډو ګټو سره سمون خوري، بلکې د دواړو هېوادونو د خلکو له ګډې هيلې سره سمون لري.په دې وروستيو کلونو کې هره ورځ څه د پاسه ۱۴ زره تنه د الوتکو له لارې چين او امريکا ته ځي. هرکال له ۵ مليونو او ۳۰۰ زرو تنو څخه چيني او امريکايي وګړي تګ راتګ کوي. په هرصورت، په واشنګټن کې د ځينو سياستوالو د چين په وړاندې د دښمني او فشار پاليسي بالاخره د چين او امريکا د اړيکو بنسټ يعنې کولتوري تبادلې ته زيان رسولی او د امريکا د سيلانۍ صنعت د دوامداره انديښنې سبب کېږي.

امريکا بايد د چين لخوا خپور شوی خبرداری جدي وګڼي. امريکا بايد ژر تر ژره د امنيت چاپيريال ښه کړي ، امريکا ته د چيني سيلانيانو قانوني حقونه او ګټې تضمين کړي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ تګ راتګ اسانه کړي. د امريکا خوندي چاپيريال به لازيات چيني سيلانيان جذب کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای