CRI Online

د چين او روسيې ترمنځ اړيکې په تر ټولو ښه تاريخي مرحله کې ټينګ پرمختګ کوي.

cri     (GMT+08:00) 2019-06-05 15:15:45

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ چهارشنبه يعنې د جون په ۵مه نېټه له روسيې څخه د رسمي ليدنې لپاره وخوځېد او د سنت پيترسبورګ د ۲۳مې دورې په نړيوال اقتصادي فورم کې به ګډون وکړي. روان کال د چين او روسيې ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو ۷۰مه کليزه ده. دواړو خواوو څو ځلې څرګندې کړې چې دوه اړخيزې اړيکې يې په تر ټولو ښه تاريخي مرحله کې پرمختګ کوي. په دغه مهمه موقع کې له روسيې څخه د رئيس شي جين پينګ په رسمي ليدنې به د دواړو هېوادونو اړيکې له لوړې سويې او ستر پرمختګ څخه يوه ډکه او نوې زمانه پرانيزي.

له تېرو ۶ کلونو راهيسې د چين او روسيې دولتي مشرانو څه باندې ۲۰ کتنې کړې او خورا نژدې کاري اړيکې او ژورې شخصي دوستۍ يې يو له بل سره ټينګې کړې دي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو باکيفيته پرمختګ نه يوازې خلکو ته واقعي ګټې رسولې، بلکې په جلا جلا توګه يې د يو کمربند او يوې لارې او د اروپا او اسيا اقتصادي اتحاد په اړه وړانديزونه کړي او ګډه موخه يې د سيمې په دننه کې د ورخلاصي او صبر ساتونکې همکارۍ پرمخبيول دي.

نن ورځ په ډېر پېچلي او بدلېدونکي نړيوال حالت کې چين او روسيې تل د يو بل د پرمختيايي لارې درناوی کړی، د يو بل په کورنيو چارو کې يې لاس نه دی وهلی، د مرکزي ګټو يا د ستر پام وړ په اړوندو مسئلو کې يې يو د بل ټينګ ملاتړ کړی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای