CRI Online

د چين او امريکا ترمنځ په اقتصادي او سوداګريز اصطکاک کې د چين دريځ په اړه سپين کتاب له حقيقتونو سره سمون لري او د چين ټينګ دريځ ښکارندويې کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-05 15:28:56

په دې وروستيو ورځو کې د چين د دولتي شورا د مطبوعاتو دفتر د چين او امريکا ترمنځ په اقتصادي او سوداګريز اصطکاک کې د چين دريځ په اړه سپين کتاب خپور کړ چې په نړۍ کې د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی.د بريټانيې د ختيځو او لويديځو ستراتيژيو څېړنې پاچاهي انسټيټيوټ رئيس پروفيسربارون ون فيټن وويل چې د دغه سپين کتاب محتويات عادلانه او له حقيقتونو سره سمون لري او له امريکا سره د سوداګريز اصطکاک د لېرې کولو لپاره د چين د دريځ ښکارندويي کوي،خو امريکا په دې برخه کې بې باوره رويه غوره کړې او د چيني توليداتو د تعرفو د زياتوالي له لارې يې پر چين باندې فشارونه اچولي دي چې دا نه يوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزو اړيکو ته زيانونه رسولي بلکې د نړيوال اقتصاد پر پرمختګ يې هم منفي اغيزه کړې ده.

پروفيسر بارون ون پفيټن د جون په څلورمه نېټه د چين نړيوالې راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې چين په دغه سپين کتاب کې له امريکا سره د سوداګريز اصطکاک په هکله خپل دريځ بيان کړی او د چين په مقابل کې د امريکا حکومت د ناعادلانه تدبيرونو په هکله يې غبرګون ښودلی دی. هغه وويل(اواز..........) زما په اند د دغه سپين کتاب هره برخه نه يوازې له حقيقتونو سره سمون لري بلکې د دې مسئلې په هکله د چين هوښياري هم ښيي. خو له بده مرغه د چين پر مخ امريکا داسې ولاړه ده چې حقيقتونه له پامه غورځوي. تېره مياشت ټولو وګړو دا نظر درلود چې داسې شونتيا شته چې ياده مسئله د مشورو او خبرو اترو له لارې حل شي،خو په همدې وخت کې امريکا بې باوره رويه غوره کړه او له چين څخه يې د واردېدونکو توليداتو د تعرفو د زياتوالي له لارې يې پرچين باندې فشارونه واچول چې دا د دوه اړخيز سوداګريز اصطکاک د سختوالي سبب شوی او اړوندې خبرې اترې بيا له ستونزو سره مخ شوې دي.

پروفيسر د بريټانيې د کامبريج پوهنتون د يوه کارپوه په توګه د انساني تاريخ د پرمختيايي بهير ته په کتو دې ته په اشارې سره وويل،کله چې د دوهم لوی هېواد پرمختګ د لومړی لوی هېواد تسلط ګواښي،لومړی لوی هېواد تل د خپل مقام د ساتلو لپاره ور سره جګړې پيلوي تر څو د دوهم لوی هېواد پرمختيايي انډول راټيټ شي.اوس د امريکا او چين ترمنځ سوداګريز اصطکاک همداسې حالت بلل کيږي.خو نوموړي دا هم وويل چې دغه سوداګريز اصطکاک به په راتلونکي يوه موده کې دوام ولري او ښايي نورو برخو ته پراخ شي. هغه وويل(اواز.......) .دا رښتيا ده چې دغه سوداګريز اصطکاک يوازې د دواړو خواوو ترمنځ د اختلافونو يو کوچنی پيل دی او ښايي په راتلونکي يوه موده کې سخت شي او د علومو او تخنيکونو په شمول نورو چارو ته پراخ شي.

هغه ټينګ باور وښود چې چين به هرو مرو له امريکا سره په سوداګريز اصطکاک کې بريالی شي چې دا له دوو لاملونو سره تړاو لري. نوموړي زياته کړه (اواز.........)باور لرم چې چين به په دغه سوداګريز اصطکاک کې بريالی شي.زما په اند دا دوه لاملونه لري چې لومړی چينايان ډېر زيار ايستونکي دي چې دغه ټکی د چين له اوږد تاريخ څخه څرګنديږي.دوهم د چين سياسي نظام له امريکا سره ډېر توپيرونه لري.په لويديځو هېوادونو کې سياسي نظام د څو ګوندونو نظام پر بنسټ دی او له دې امله يې په ستونزمنه توګه اغيزمنې تګلارې جوړيږي او پلې کيږي.خو د چين سياسي نظام له دغو هېوادونو سره توپيرونه لري.په چين کې د ديموکراسۍ نظام شته چې خپل قوانين پلي کوي او خپلې تګلارې جوړوي او په راتلونکي کې به لاښې تګلارې جوړې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای