CRI Online

تبصره: چين په سوداګريزو چارو کې د 5G د کارولو پړاو ته ننوتلی او ورخلاصون او ګډ اشتراک د علمي او تخنيکي پرمختګ بنسټ دی

cri     (GMT+08:00) 2019-06-06 17:24:35

د چين د صنعتي او معلوماتي چارو وزارت د جون په ۶مه نېټه اعلان وکړ چې د چين موبايل شرکت، د چين ټليکوم شرکت، د چين يونيکوم شرکت او د چين د خپرونې نيټورک شرکت ته د 5G سوداګريز جوازونه ورکړل. له دې څخه څرګندېږي چې چين په سوداګريزو چارو کې د 5G د کارولو پړاو ته ننوتلی او په نړۍ کې به د 5G ډېر لوی بازار په توګه چين نوي فرصتونه پيدا کړي. په دې بازار کې به د توليد اصلاحات رامنځته شي، خلکو ته به د ژوند نوي خدمتونه وړاندي شي او د نړيوال اقتصاد نوی او چټک پرمختګ به وموندل شي.

په چين کې د 5G تخنيک او توليدات د پوختيا پړاو ته ننوتلي دي، د سيستم، چيپ او وروستنيو تجهېزاتو په شمول توليدي ځنځير يې په سوداګريزو چارو کې د کارولو سويې ته رسېدلی دی. د 5G سوداګريزو جوازونو له ورکولو وروسته به په ځېنو مهمو ښارونو او سيمو کې د 5G شبکې په ډله ييزه توګه وکارول شي او بازار ته به اړوند توليدات برابر شي. د معلوماتو له مخې، په زياتو ښارونو کې د چين موبايل شرکت، د چين ټليکوم شرکت او د چين يونيکوم شرکت لخوا د 5G شبکې ازموينې روانې دي او د شانګهای او ګوانګجو په شمول ګڼ شمېر ښارونو کې يې د 5G سټه سټېشنونو د جوړولو لايحې خپرې کړې دي.

د 5G څيړنه او د سوداګرۍ په برخه کې د 5G کارول د هيڅ هېواد او تصدۍ لخوا په يوازې توګه نه شي تر سره کېدای. د 5G معيار جوړول، تخنيکي څيړل او توليدي کول کليدي وخت ته ننوتلي دي. ۲۰۱۹م کال د چين د مخابراتي څانګو لخوا د سوداګرۍ په برخه کې د 5G کارولو د شروع کال په توګه بلل کېږي. د سوداګرۍ په توګه د 5G کارول به په چين کې د نويو توليدي چارو او کاري فرصتونو د رامنځته کېدو سبب وګرځي او د بېلا بېلو هېوادونو خلک به هم ورڅخه ګټه واخلي. چين غواړي په تخنيکي او توليدي چارو کې د خپل غوره والي پر اساس په مختلفو هېوادونو کې د 5G د اساسي تاسيساتو په جوړولو کې برخه واخلي او هر کلی کوي چې د بېلا بېلو هېوادونو تصدۍ او پانګه اچوونکي به په چين کې د 5G شبکې په ابادۍ او پراختيا کې برخه واخلي. که کومه خوا غواړي د تنګ نظر په نيولو سره پخپله د 5G تخنيک پرمخبيايي او انحصار يې کړي، اخر به خپل تخنيک محدود کړي او په سيالۍ کې به مات شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای