CRI Online

د چين او روسيې تر منځ اړيکې نوې زمانې ته داخلې شوي او نړۍ ته به لا زيات ثابت عوامل برابر کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-07 16:36:30

د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جون په پنځمه نېټه په مسکو کې دوې مهمې ګډې اعلاميې لاسليک کړې او د نوې زمانې لپاره د همکاريو جامع او ستراتيژيکو اړيکو د جوړولو او د نړيوالو ستراتيژيو د ثابتوالي لپاره د ګډو هلو ځلو اعلان يې وکړ.

روان کال د چين او روسيې تر منځ د سياسي اړيکو د جوړېدو له ۷۰مې کاليزې سره برابر دی. دغه ذات البيني اړيکې په باد او باران کې ټينګې شوی چې په اوسنۍ نړۍ کې د ګاونډيو او لويو هېوادونو تر منځ د اړيکو يوه ښه نمونه ګرځيدلې ده، يو پر بل يې د اعتماد اندازه تر ټولو زياته ده، د همکاريو سويه يې تر ټولو لوړه ده او ستراتيژيکي ارزښت يې تر ټولو لوړ دی. د دواړو هېوادونو مشرانو څو څو ځلې پر دې ټينګار کړی چې د دواړو هېوادونو دوه اړخيزې اړيکې په ډېر ښه تاريخي فرصت کې دي. په اوسنۍ نړۍ کې ستر بدلونونه شتون لري چې اوس د دواړو هېوادونو اړيکې د نوې زمانې لپاره د همکاريو جامع او ستراتيژيکو اړيکو ته لوړې شوې، دا د دې څرګندويي کوي چې دغه ذات البيني اړيکې لوړې ستراتيژيکې سويې ته رسيدلي او پر دوه اړخيزو همکاريو او نړيوال جوړښټ به ژوره اغيزه وکړي.

په نوې زمانه کې دواړه خواوې بايد يو پر بل د اعتماد کولو پر بنسټ يو د بل پر مرکزي ګټو پوري اړه لرونکو مسئلو په هکله يو د بل ملاتړ پياوړی کړي، د ګټو شريکولو اندازه دې زياته کړي او د يو کمربند او يوې لارې او د اروپا او اسيا د اقتصادي ګډې ټولنې تر منځ همکارۍ دې پياوړې کړي، د دواړو هېوادونو د خلکو د دوستې ټينګښت او د دواړو هېوادونو د بېلا بېلو ټولنو او ځايونو تر منځ تګ راتګ دې نژدې کړي، د م م په مرکزيت نړيوال سيستم دې وساتي او د نوي شکل د نړيوالو اړيکو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې جوړولو لپاره دې ګډ کوښښونه وکړي، دا نه يوازې د دواړو هېوادونو اړيکو ته نوی اهميت ورکوي، بلکی په ستراتيژيکو او امنيتي ساحو کې له ننګونو سره هم د ګډې مقابلې لپاره ګټور دي.

د دواړو هېوادونو اړيکې نوې زمانې ته داخلې شوي چې د دواړو خواوو تر منځ همکارۍ په هراړخيزه او چټکه توګه لوړې شوي، د دواړو هېوادونو خلکو ته به لا زياتې ګټې ورسوي.

د دواړو هېوادونو اړيکې نوې زمانې ته داخلې شوي چې دواړه هېوادونه به په نړيوالو چارو کې همغږۍ او همکارۍ ټينګې کړي، د چين اوروسيې لا زيات وړانديزونه به برابر کړي او په لا ښه ډول د څو اړخيزتوب اصول به وساتي. د م م د امنيت د دايمي غړو په توګه چين او روسيه په نړيوالو مهمو مسئلو کې همدا او دې ته ورته دريځونه غوره کوي. د يو اړخيزتوب او د تسلط غوښتنې غږ د پورته کولو د خطرونو په مقابل کې د دواړو هېوادونو د ستراتيژيکو همکاريو ټينګول د لويو هېوادونو وړ مسئوليت دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای