CRI Online

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سانتيپټرسبورګ په ۲۳م نړيوال اقتصادي فورم کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-06-08 09:57:38

د سين هوااژانس د خبر له مخې، د سانتيپټر سبورګ ۲۳م نړيوال اقتصادي فورم د جون په ۷مه نېټه د روسيې په دوهم لوی ښار سانتيپټرسبورګ کې تر سره شو. د چين دولت رئيس شي جين پينګ، د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين، د بلغارستان ولسمشر رومن راديف، د ارمنستان صدراعظم نيکول پاشينيان، د سلواکيا صدراعظم پيتير پيلي ګريني او د م م سرمنشي انتونيو ګوټريس په دغه فورم کې ګډون درلود.

شي جين پينګ د دواملرونکې پرمختيا پر ټينګښت او په ګډه د ښکلې او سمسورې نړۍ د جوړولو تر عنوان لاندې يوه وينا وکړه. نوموړي په خپلې وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې اوسمهال نړۍ له زياتو بدلونونو سره مخامخ ده، چين غواړي د څو اړخيز نړيوال اقتصاد د جوړولو، د عامو امتيازونو او زغم لرونکو ټولنو د ابادۍ او په طبيعت کې د انسانانو د هوسا کورنۍ د جوړولو او د دواملرونکې پرمختيا د نوې لارې پرانيستلو لپاره له نړيوالې ټولنې سره يو ځای ګډې هلې ځلې وکړي.

شي جين پينګ وويل چې روان کال د نوي چين د جوړېدو له ۷۰مې کاليزې سره برابر دی. په نړۍ کې د تر ټولو لوی پرمختيايي او مسئولانه هېواد په توګه چين تل د دواملرونکې پرمختيا پر ژمنې ټينګار کوي او دواملرونکې نړيوالې همکارۍ ته په درنه سترګه ګوري. چين په ۲۰۱۳ کال کې د يو کمربند او يوې لارې وړانديز کړی او غواړي چې د دې پلان له لارې بېلا بېلو هېوادونو ته ګټې ورسوي څو ګډه پرمختيا وموندل شي. د يو کمربند او يوې لارې پلان د م م د ۲۰۳۰ م کال د دواملرونکي پرمختيا اجنډا له هدفونو، اصولو او عملي لارو سره سمون لري چې د نړيوالې ټولنې ملاتړ او فعال غبرګونونه يې تر لاسه کړي دي. هغه په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې روسيه په بېلا بېلو ساحو کې د چين يو مهم همکار دوست هېواد پاتې شوی دی. د يو کمربند او يوې لارې پلان او د ولسمشر ولاديمير پوتين لخوا وړاندې شوی د اروپا او اسيا د دوستانه اړيکو وړانديز سره نښلېدلی شي او يو د بل ملاتړ کولی شي او په ځواکمنه توګه د سيمه ايز اقتصاد د يو ځای کيدو او ګډه دواملرونکې پرمختيا هڅولی شي.

شي جين پينګ وويل چې دواملرونکې پرمختيا د اکثرو هېوادونو ګډه غوښتنه ده. چين غواړي چې له نړيوالې ټولنې سره يو ځای د دواملرونکې پرمختيا نوې لاره هواره کړي. هغه وويل چې سوله او پرمختيا لا هم د اوسنۍ زمانې عصري مضمون دی او د خلکو برخليک د پخوا په پرتله لا نور ټينګ شوی، اوس د بېلا بېلو هېوادونو ګټې د پخوا په پرتله ژورې اېښې لري، د نړيوالې ټولنې پر وړاندې نوې ننګونې ورځ په ورځ زياتيږي. دواملرونکې پرمختيا د نړيوال کيدو په بهير کې د موجودو مسئلو د حلولو لپاره د سروزرو کيلي ده. چين غواړي د دواملرونکې پرمختيا پر نظريې ټينګار وکړي او له بېلا بېلو خواوو سره لا سمسوره او ښکلې نړۍ جوړه کړي.

په دغه فورم کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين څرګنده کړه چې په اوسنيو نړيوالو حالاتو کې د انديښنې عوامل شتون لري. په ۲۰۰۸ کال کې له نړيوال پولي بحران څخه راپدې خوا د نړيوال اقتصادي جوړښت مسئله په پوره توګه نه ده حل شوې، د نړيوال اقتصاد د پرمختيا د کورني انجن په توګه د نړيوال تجارت اغيزه کمه شوئ. په داسې حال کې د سوداګرۍ ساتنې ځاني غوښتنه پورته کيږي چې نوي سمسور شوي بازاري هېوادونه په چټکه توګه پرمختګ کوي او په نړيوال اقتصاد کې لوړه اغيزه لري، ځيني لويديځ هېوادونه تجارتي جنګ او پولي تسلط غوره کوي. پوتين وويل چې بېلا بېل هېوادونه د پرمختيا لپاره د خپلو لارو د ټاکلو حقوق لري او هر هېواد پر نورو هېوادونو د زور اچولو حق نه لري. اوسنی نابرابر نړيوال نظام ثابت او دواملرونکی نه دی، بايد د نړيوالې ټولنې د ګډو نظريو پر بنسټ نوی نړيوال نظام جوړ شي، په نړيوالو چارو کې دې د م م د مرکزي مقام درناوی وشي، د پرمختيايي هېوادونو پرمختيايي حقوقو او ګټو ته دې پاملرنه وشي .روسيه غواړي له نړيوالې ټولنې سره يو ځای له شته ننګونو سره ګډې مقابله وکړي.

په دغه فورم کې ګډون کوونکو مشرانو په جلا جلا توګه څرګنده کړه چې نړيوال کيدل شا ته تګ نه کوي، ځکه د عصري پرمختيا له څپو سره سم روان دی. د انسانانو پر وړاندې بېلا بېلې مسئلې او ننګونې شته چې هره خوا په خپله مقابله نه شي ورسره کولی او بېلا بېل هېوادونه بايد لاسونه سره يو کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای