CRI Online

د نړۍ د دواملرونکې پرمختيا د نوې لارې په پرانيستلو کې د چين طرحه مهم رول لري

cri     (GMT+08:00) 2019-06-08 17:09:36

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۷مه نېټه په سېنټ پيترسبورګ کې په نړيوال اقتصادي فورم کې د دواملرونکې پرمختيا پر ټينګښت او په ګډه د ښکلې او سمسورې نړۍ د جوړولو تر عنوان لاندې يوه وينا وکړه. نوموړي په خپلې وينا کې پر دې درېو هيلو ټينګار وکړ: دواملرونکې پرمختيا د اوسنيو نړيوالو حالاتو د حل لپاره ډېره مهمه ده، چين غواړي د څو اړخيز نړيوال اقتصاد د جوړولو، د عامو امتيازونو او زغم لرونکو ټولنو د ابادۍ او په طبيعت کې د انسانانو د هوسا کورنيو د جوړولو لپاره له نړيوالې ټولنې سره يو ځای ګډې هلې ځلې وکړي. نوموړي د دواملرونکې پرمختيا د نوې لارې پرانيستلو په برخو کې نړۍ ته د چين طرحه وړاندې کړله.

د شي جين پينګ ياده وينا د ګډونوالو او نړيوالو رسنيو لخوا ډېره ستايل شوې ده. د شي جين پينګ د درېو هيلو په شمول د يو لړ نظريو او وړانديزونو په اړه نړيوال عامه افکار ډېر ښه دي.

چين يو ډېر مسئولانه لوی هېواد دی او په دې وروستيو کلونو کې يې د کاربن ډای اکسايډ د خارجولو، د نوې انرژۍ د استعمالولو او د ځنګلونو د جوړولو په برخو کې ښه برياليتوبونه تر لاسه کړي دي. د امريکا د سپوږمکۍ د شمېرنې له مخې، له ۲۰۰۰ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې د نړۍ د شين کېدو کچه ۵ فيصده زياته شوې او پکې د چين خدمت يو په څلورمه نيولې ده.

نړيواله ټولنه د شي جين پينګ د يادې وينا له اورېدولو وروسته نور زيات باور لري چې چين به په دوامدار ډول خپل پرمختګ له نړيوال پرمختګ سره وتړي، خپل کارونه به په ښه توګه تر سره کړي او د دواملرونکې پرمختيا د نوې لارې پرانيستلو په برخو کې به نړۍ ته چين د پام وړ خدمتونه وړاندې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای