CRI Online

د چين، ختيځې او منځنۍ اروپا هېوادونو ترمنځ لومړی نندارتون د چين په نينګ بو ښار کې پرانيستل شو

cri     (GMT+08:00) 2019-06-10 16:01:41

د چين، ختيځې او منځنۍ اروپا هېوادونو ترمنځ لومړی نندارتون د چين په نينګ بو ښار کې پرانيستل شو

اوسمهال د چين، ختيځې او منځنۍ اروپا هېوادونو ترمنځ لومړی نندارتون او د مصرفي موادو نړيوال نندارتون

د چين د جه جيانګ ولايت په نينګ بو ښار کې روان دی. د جون په نهمه نېټه د ختيځې او منځنۍ اروپا د ډېرو هېوادونو استازو وويل، دوی د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې له وړانديز څخه ملاتړ کوي او هيله لري چې د انلاين سوداګرۍ په شمول زياتو برخو کې له چين سره همکارۍ وکړي.

په دې وروستيو کلونو کې د چين، منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو په ټينګېدو سره، د دغو هېوادونو ډېر زيات توليدات د چين بازار ته ننوتلي. ليتوانيا د ياد نندارتون يو مهم مېلمه هېواد دی. د دې هېواد د اقتصادي او نوښتي چارو وزير ويرګنجوس سينکويشس د جون په نهمه نېټه د ياد نندارتون په عمده فورم کې وويل، د ليتوانيا لپاره د چين پراخ بازار ډېر مهم دی، هيله لرم چې په راتلونکې کې د انلاين سوداګرۍ او په انلاين ډول د پيسو ورکونې په برخو کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي. هغه وويل

((د چين او ليتوانيا ترمنځ سوداګري د پياوړتيا په حال کې ده. د روان کال په لومړي فصل کې چين ته د ليتوانيا صادرات ۲۴سلنه زيات شوي. موږ ډېر خوشحاله يو چې چين ته د ليتوانيا صادرات په تېرو پنځو کلونو کې په سلو کې سل زيات شوي. موږ به په راتلونکې کې نړيوالې انلاين سوداګرۍ ته ډېره پاملرنه وکړو او هيله لرو چې د ليتوانيا لوړ کيفيت لرونکي توليدات چين ته معرفي کړو. د روان کال په لومړي فصل کې ليتوانيا ته د تللو چيني سيلانيانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت اووه اويا سلنه زيات شوی دی. اوس په ليتوانيا کې UnionPay کارول کېږي، هيله لرو چې په نږدې راتلونکي کې به د wechat او alipayخدمت وکارول شي. ))

سلواکيا د دې نندارتون يو بل مهم مېلمه هېواد دی. په نندارتون کې د سلواکيا د لبنياتو او سس توليدات ډېر نندارچيان جلب کړي. د دې هېواد مرستيال لومړي وزير ريچارډ راسي د ياد نندارتون په عمده فورم کې وويل، چين او سلواکيا پر زراعتي او لبنياتي توليداتو سربيره د علمي تکنالوژۍ او نوښت په برخو کې هم خپلې همکارۍ زياتولی شي. هغه وويل

((سلواکيا د اروپايي ټولنې غړی هېواد دی چې د ډيجټلي بدلون ستراتيژي يې غوره کړې. موږ د ډيجټلي انقلاب په زمانه کې ژوند کوو. فکر کوم چې زموږ د ژوند تګلارې بايد له ډيجټلي بدلون سره سمون وخوري. موږ بايد له چين سره علمي تبادلې او خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړو چې د ډيجټلي تکنالوژۍ په برخه کې د خپلمنځي همکارۍ ستر پټ ځواک پيدا کړو.))

د يوې شمېرنې له مخې، تېر کال د چين، منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو ترمنځ سوداګريز ارزښت ۹۰ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلی او دا بې ساری دی. په دې جمله کې چين ته د دغو اروپايي هېوادونو صادرات د ۲۰۱۷ کال د همدې مودې په نسبت نږدې يو پر څلورمه برخه زيات شوی. برسيره پر دې، د دواړو خواوو ترمنځ متقابلې پانګونې د ثابت زياتېدو په حال کې دي، د بنسټيزو تاسيساتو او متقابل پيوستون په اړه يو لړ لويې پروژې روانې دي او کلتوري تبادلې يې هم مخ په زياتېدو دي. د روان کال په اپريل مياشت کې يونان په رسمي توګه د چين، منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونو په همکاريز ميکانيزم کې ګډون کړی او په دې توګه دغه ميکانيزم له (16+1) څخه په (17+1) بدل شوی دی. د چين د سوداګرۍ مرستيال وزير يو جيان هوا وويل ((د منځنۍ او ختيځې اروپا هېوادونه د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې مهم هېوادونه دي. چين له دغو هېوادونو سره پر متقابل باور ولاړې اړيکې لري، د اقتصاد په برخه کې يو د بل کمښت پوره کولای شي او په اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ کې ستر پټ ځواک او ښه اينده لري. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای