CRI Online

د چين اقتصاد د تجارت په څپو کې ثابت پرمختګ کوي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-10 19:48:27

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د جون په لسمه نېټه ځينې شمېرې خپرې کړې چې له مخې يې د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د چين د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت ۱۲۱۰۰مليارډ يوانو ته رسيدلی چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴اعشاريه يو سلنه زياتوالی ښيي. په عين وخت کې د چين د دوان وو اختر په رخصتۍ کې په چين کې د سيلانيانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۷اعشاريه ۷سلنه او د سيلانۍ عايدات ۸اعشاريه ۶سلنه زيات شوي دي.

په ټوله نړۍ کې د تجارتي اصطکاک د سختوالي او د نړيوالو صادراتو او وارداتو ارزښت په لوی چاپيريال کې د چين بهرنی تجارت لا هم په ثابته توګه پرمختګ کوي او د چين په دننه کې د رخصتيو په مود کې لګښتونه زيات شوي، له دې څخه دا څرګنديږي چې د چين اقتصاد ښېرازه دی، ستر پټ توان او ښه انجن لري.

د پاملرنې وړ خبره دا ده چې د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د چين په بهرنۍ سوداګرۍ کې دوې څرګندې ځانګړتياوې شتون لري.

لومړی د روان کال په تېرو پنځو مياشتو کې د عامې سوداګرۍ د پرمختيا سرعت ۶اعشاريه يو سلنې ته رسيدلی او د چين په بهرنۍ سوداګرۍ کې د عمومي ارزښت انډول د تېر کال د همدې مودې په پرتله يو اعشاريه يو سلنه زيات شوی. له دې څخه څرګنديږي چې د چين د توليدي چارو د کيفيت په لوړولو کې ښه رول لوبولی او په نړيوال بازار کې يې د سيالۍ توان پياوړی شوی دی.

بله خوا، که څه هم د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د چين او امريکا تر منځ د تجارت عمومي ارزښت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۹اعشاريه ۶سلنه کم شوی او د چين د بهرنۍ سوداګرۍ په عمومي ارزښت کې يې ۱۱اعشاريه ۷سلنه برخه نيولې ده، خو د اروپايي ټولنې، اسيان او جاپان په شمول له عمده بازارونو څخه د صادراتو او وارداتو اندازې په پر له پسې ډول زياتې شوې دي. د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پراتو هېوادونو تر منځ د صادراتو او وارداتو اندازه د بهرنې سوداګرۍ د زياتوالي د سرعت په نسبت ۴اعشاريه ۹سلنه زياته شوې. له دې څخه دا څرګنديږي چې د چين د بهرنۍ سوداګرۍ ملګري ګام په ګام زيات شوي او چين په پوره توګه د نړيوالو بازارونو د جوړښت د تنظيمولو له لارې د بهرنيو سوداګريو فشارونه کمولی شي.

ورخلاصون د چين د اقتصادي پرمختيا قوي انجڼ دی او د نړيوالو پانګو د خوندي کېدو يو ښه ځای دی. د چين اقتصاد په تېرو څو مسلسلو کلونو کې د نړيوال اقتصاد د پرمختيا لپاره څه دپاسه ۳۰سلنه خدمتونه تر سره کړي دي. د اقتصادي همکارۍ سازمان د دايمي اټکل له مخې چين د نړۍ د توليد د عمومي ارزښت د زياتوالي لپاره تر ټولو زيات خدمت برابرونکی هېواد دی.

که څه هم امريکا تجارتي اصطکاک پيل کړی، خو چين به اصلاحات چټک کړي او ورخلاصون به پراخ کړي او په ښه توګه به خپل کارونه تر سره کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای