CRI Online

چيني وړانديز د اروپا او اسيا نوی پرمختګ پرمخ بيايي.

cri     (GMT+08:00) 2019-06-11 15:58:25

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به له روسيې نه تر بېرته راتګ وروسته ژر منځنۍ اسيا ته سفر وکړي او د سفر مهمه اجنډا به يې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشريزه غونډه او په اسيا کې د متقابل عمل او باور د ټينګولو تدبيرونو په اړه کنفرانس وي. شي جين پينګ به په دغو دوو مهمو څواړخيزو ډګرونو کې څنګه نوي نظرونه وړاندې کړي؟ راځئ چې د چين د دغه لوړ پوړي مشر لخوا د شويو وړانديزونو يادونه وکړو.

۲۰۱۳ کال: د همکارۍ او خپلواک پرمختګ وړانديز

په ۲۰۱۳ کال کې شي جين پينګ د لومړي ځل لپاره د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ. دغه چيني مشر په يو وخت کې د شانګهای همکارۍ سازمان د پرمختيايي بانک، د انرژۍ کلاب، د سوداګرۍ او پانګونې د اساني کېدو په اړه د سلامشورې تړون په شمول څو مشخص همکاريز وړانديزونه وړاندې کړي. هغه له بېلا بېلو خواوو څخه غوښتنه کړې چې د شانګهای روجيه خپره کړي او ګډ پرمختګ ته وده ورکړي.

 

۲۰۱۴ کال: د ګډ برخليک ټولنې او د ګډو ګټو ټولنې په اړه د مفکورو پيدا کولو غوښتنه

۲۰۱۴ کال د شانګهای همکارۍ سازمان د پرمختګ په يوه مهمه مرحله کې و. شي جين پينګ په دې کال کې وړانديز وکړ چې بېلا بېلې خواوې د ګډ برخليک ټولنې او د ګډو ګټو ټولنې په اړه مفکورې پيدا کړي او پر هغه لوري د شانګهای همکارۍ سازمان ته پرمختګ ورکړي چې ميکانيزمونه يې لا بشپړ شي، همکارۍ په لا زياتو برخو کې تر سره شي، همغږۍ لا روانې شي او خپله دروازه لا خلاصه شي.

۲۰۱۵ کال: د ده په کوښښونو سره لا زياتو وګړيو د شانګهای روحيې په اړه تفاهم درلودلی.

د متقابل باور، متقابلې ګټې، مساوات، سلامشورې، د رنګا رنګ تمدونو درناوي او د ګډ پرمختګ د موندلو په اړه د شانګهای روحيه د شانګهای همکارۍ سازمان د پرمختګ ډېر مهم لارښوونکی اصول دي. شي جين پينګ د ۲۰۱۵ کال د ياد سازمان په سرمشريزه غونډه کې د ګډون پر وخت څرګنده کړه چې د شانګهای روحيه د نړيوالو اړيکو د اوسني پرمختګ لوری دی او په سيمه کې د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو يو رواني مزی دې وګرځي.

۲۰۱۶ کال: د زمانې ګامونه چټک پورته کول او پر وخت د همکاريزې ستراتيژۍ تنظيمول

شي جين پينګ د ۲۰۱۶ کال د شانګهای همکارۍ سازمان په سرمشريزه غونډه کې دې ته اشاره وکړه چې موږ بايد د شانګهای همکارۍ سازمان تر چوکاټ لاندې د همکارۍ ژورتيا په خاطر د زمانې ګامونه په چټکۍ سره پورته کړو.

۲۰۱۷ کال : پر پرانيستې او سړې سينې ټينګار کول

په ۲۰۱۷ کال کې د شانګهای همکارۍ سازمان د دوو رسمي غړيو په توګه هند او پاکستان منلی چې دا د دغه نړيوال سازمان د غړو لومړی زياتوالی دی. د دغه کال په سرمشريزه غونډه کې شي جين پينګ دغه خبره تکرار کړه چې د شانګهای همکارۍ سازمان دې په پرانيستې او سړې سينې سره پرمختګ وکړي.

۲۰۱۸ کال: د شانګهای همکارۍ سازمان په دننه کې د ګډ برخليک ټولنې جوړول

په ۲۰۱۸ کال کې د خپلو غړو تر زياتېدو وروسته د شانګهای همکارۍ سازمان لومړۍ سرمشريزه غونډه د چين په چينګداو ښار کې تر سره شوه او د دې غونډې په چينګداو اعلاميه کې د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې په اړه شريکه مفکوره شامله شوې چې د دغه نړيوال سازمان د ۸ غړو هېوادونو تر ټولو مهمه سياسي موافقه او هڅونکې موخه ګرځېدلې ده. شي جين پينګ په دغه کال کې د شانګهای همکارۍ سازمان د راتلونکي پرمختګ لپاره ۵ سترې مفکورې وړاندې کړې:

لومړۍ، د پرمختګ په اړه نوښتي، هماهنګه، شين رنګ، ورخلاص او شريکه مفکوره

دوهمه، د امنيت په اړه ګډه، عمومي، همکاريزه او دوام لرونکې مفکوره

درېيمه: د پرانيستې او چاپېر او د ګډو ګټو همکاريزه مفکوره

څلورمه: د مساوات، متقابلې زده کړې، ډيالوګ او زغمولو مدني مفکوره

پنځمه: د نړيوالې ادارې په اړه د ګډې سلامشورې، ګډې ابادۍ او شريکونې مفکوره


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای