CRI Online

امريکا په هرو ساحو کې د خپل دولتي امنيت په پلمه د نورو هېوادونو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او کوي يې

cri     (GMT+08:00) 2019-06-11 20:40:38

امريکا وايي چې دغه هېواد ته د فولادو او الموتيم توليداتو او د موټر پرزو واردات او د بهرنيو تصديو او پانګو ورتګ دولتي امنيت ته ګواښونه جوړوي. د امريکا د بهرنيو محصلينو، کارپوهانو او د نورو ويزې غوښتونکو پر وړاندې هم خنډونه جوړ کړي دي او ټولې چارې د خپل دولتي امنيت په پلمه تر سره کوي.

د نړيوالې ټولنې د ګډو نظريو له مخې دولتي امنيت د دولتي سياسي واک، ملي حاکميت، يووالي او د خاورو بشپړتيا، د خلکو ګټو، د اقتصاد او ټولنې د دواملرونکي پرمختګ او د هېواد نورو مهمو ګټو ته د خطرونو او ګواښونو د رسولو او نه رسولو پع نلتل ذی.خو اوس امريکا له دولتي امنيت څخه ناوړه استفاده کوي او د ځاني سوداګرۍ ساتونکی غوښتنې او د تسلط ساتلو وسيله يې ګرځولې ده.

د امريکا دولتي امنيت لپاره رېښتي ګواښونه نه شته، خو د امريکا ځيني کسان د دغه هېواد د تسلط غوښتنې لپاره دغه پلمه کاروي او امريکا په دې پلمه يې سوداګريزو ملګرو ته خنډونه جوړ کړي او جوړوي يې او د خپلو ګټو ساتي. له دې څخه څرګنديږي چې امريکا د نړۍ له بدلونونو سره همغږۍ نه ده، د نويو سمسورو بازارونو او پرمختيايي هېوادونو ټول پرمختګونه نه مني او د نورو هېوادونو د اقتصادي پرمختيا، د تخنيکونو د پرمختګ په پار د معقولو غوښتنو په هکله شکونه او انديښنې لري.

په دې هکله نړيواله ټولنه ډېر پاک نيت لري. اروپايي ټولنې دې ته اشاره کړې چې د امريکا په خوله کې د تش په نامه دولتي امنيت ته د ګواښونو رسول د سودا د ساتنې غوښتنې عملي کېدلو پلمه ده.

د امريکا دغې کړنې نه يوازې خپلو سوداګريزو ملګرو ته بلکې د تجارت نړيوال نظام او باور حتی ځان ته يې زيانونه رسولي او رسوي يې.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای