CRI Online

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د چين په هکله ناسمې څرګندونې ډېرې تکراروي چې دغه هېواد به لا نور منزوي شي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-12 20:00:25

دا د پاملرنې وړ ده چې مايک پومپيو د امريکا د بهرنيو چارو د وزير په توګه د کار کولو له څه دپاسه يو کال راهيسې همېشه د چين په هکله ناسمې څرګندونې کړې او پر چين باندې يې چټلو اوبو اچولو هڅه کړې.

هغه په لاتينې امريکا، اسيا، افريقا او اروپا کې له هر هېواد څخه د ليدنو په وخت کې د چين په وړاندې بدې خبرې کړې او پر چين يې تورونه لګولي دي.

هغه په دې وروستۍ موده کې د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو تر منځ د همکاريو خرابولي لسمولی او ويلي يې دي چې د هوا وې شرکت په شمول چيني تصدۍ امنيتي خطرونه لري. هغه همدارنګه د چين د شينجيانګ په هکله له حقيقت څخه لېرې دروغ ويلي. هغه څو څو ځلې دغه درواغ تکرار کړي او له دې لارې يې د چين په اړه اذهان خراب کړي او کوي يې.

هغه پخوا د امريکا د اطلاعاتو مرکزي ادارې مشر و او اوس د بهرنيو چارو وزير دی. خبري رسنۍ د ده د ډيپلوماتيکو کارونو په هکله داسې ارزونه کوي چې هغه په مستقيمه توګه د اطلاعاتو مرکزي ادارې د مشر په توګه د بهرنيو چارو د وزير دنده تر سره کوي. د روان کال د اپريل په ۱۵مه نېټه مايک پومپيو د امريکا په يو پوهنتون کې د يوې وينا په ترڅ کې ويلي وو چې ما د امريکا د اطلاعاتو مرکزي ادارې د مشر په توګه دنده تر سره کړی او په دغو کارونو کې موږ دروغ وايو، نورو ته دوکه ورکوو او په غلا خپلې کړنې تر سره کوو. موږ په دې اړه يو ځانګړی درس لرو. دا د امريکا پر له پسې پلټونکي وياړونه دي.

نو مايک پومپيو نه يوازې د چين بلکې پر خپلو ملګرو او نورو هېوادونو تورنه لګوي. ځکه چې هغه د ډيپلوماتيکو کارونو تر سره کولو په وخت کې لا هم له ګوډاکۍ لارې استفاده کوي. نو د امريکا ډيپلوماتيکه چارې يو وحشي أس ته ورته دي.

په نړۍ کې د سوپر لوی هېواد په توګه امريکا يو هوښيار ډيپلومات ته اړتيا لري، په داسی حال کې چې هغه اصلا ډيپلومات نه دی اويوازې د چين په هکله د بدو خبرو په تکرارو شخوند وهي. د مايک پومپيو ناعاقلانه خبرې او کړنې به د امريکا د منزوي کېدلو سبب شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای