CRI Online

د امريکا پخواني ولسمشر جيمي کارتر ته د چين او امريکا د اړيکو د پرمخبيولو په پار د وتلي رهبر جايزه ورکړل شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-06-13 17:58:02

د امريکا پر ځايي وخت د جون د ۱۲ مې نېټې په شپه د امريکا د جورج اېچ ډبيو بوش صندوق د دغه هېواد پخواني ولسمشر جيمي کارتر ته د چين او امريکا د اړيکو د پرمخبيولو په برخه کې د وتلي رهبر جايزه ورکړه او پدې سره يې د چين او امريکا د اړيکو د هڅولو لپاره د نوموړي د ليدو وړ خدمتونه وستايل.

۹۴ کلن جيمي کارتر د ډيموکراتيک ګوند او د امريکا ولسمشر و او له چين سره د امريکا سياسي اړيکې د نوموړي د ماموريت په موده کې رسماً ټينګې شوي، خو جورج اېچ ډبيو بوش د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی او د امريکا ولسمشر و، له دې څخه څرګنديږي چې ځيني امريکايي سياستوال د ګوندونو له ګټو پرته له چين سره د امريکا د اړيکو او دوستۍ د ساتلو په برخه کې لری ليد لري او د نړيوالو اوضاعو له سختو بدلونونو سره سره بيا هم د دوی هڅه دا ده چې له چين سره اړيکو ته پرمختګ ورکړي. ځکه دوی پدې ښه پوهيږي چې له چين سره د ګډو همکاريو له لارې به د امريکا ګټې په رښتيني ډول وساتل شي او د سيمې او نړۍ پرمختګ او ثابت به وهڅول شي.

اوس په چين کې د امريکايي تصديو د پلورلو کلني عايدات ۷۰۰ مليارډه امريکايي ډالره ښودل شوي او ګټې يې له ۵۰ مليارډو امريکايي ډالرو څخه زياتې دي. جيمي کارتر د روان کال په لومړيو کې وويل چې له چين سره د امريکا د سياسي اړيکو ټينګول د هغه د ماموريت په موده کې لومړۍ لاسته راوړنه ده او د نړيوالې سولې او متقابل پوهاوي لپاره ګټوره تمامه شوې.

نوموړي همدارنګه زياته کړه چې امريکا او چين د کلتور، تاريخ، د حکومت جوړښت، ګټو او پرمختيايي سويه کې بيخي فرق لري، خو لاهم اطمينان لرو چې د متقابل درناوي ، سولې ، سمسورتيا او پرمختګ په اړه هغه موخې چې موږ يې نښلولي يو، تر هغو تضادونو زياتې دي چې موږ جلا کوي. جورج اېچ ډبيو بوش هيله ښودلې وه چې چين او امريکا دواړه لوي هېوادونه به په مداومه توګه خپلمنځي هراړخيزو همکاريزو اړيکو او دوستۍ ته پرمختګ ورکړي او د نړۍ د بېلابېلو ځايونو خلکو ته به سوله او سمسوريا ورسوي.

يادو لويو امريکايي سياستوالو د پاخو نظرونو په وړاندې کولو سره امريکايي ټولنې ته دا روښانه کړه چې له چين سره د امريکا تګ راتګ زيات او ګټې يې يوځای شوې دي چې يو له بل څخه نه شي جلا کېدای او له چين سره ګډې همکارۍ د امريکا د ملي ګټو لپاره ګټورې دي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای