د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پاکستان د سنامجلس د ډيپلوماتيکو چارو د کميټې رئيس مشاهد حسين سيد له چيني خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل، د امريکا هغه تګلاره به اغيزه ونه لري چې تل يې يوازې خپلو ګټو ته پاملرنه کړې،او د امريکا د يوازيتوب سبب به وشي.
هغه وويل چې ۲۱مه پېړۍ د نړيوال کېدو زمانه ګڼل کيږي او بنسټ يې ورخلاصون، څو اړخيزم او ازاده سوداګري ده او اصول يې هم څرګند دي. د امريکا د حکومت له خوا پيل شوې سوداګريزه جګړه به هرو مرو ناکامه شي.
د ده په اند د چين او امريکا ترمنځ په اقتصادي او سوداګريزو مشورو کې د چين دريځ په هکله سپين کتاب چې څه موده دمخه د چين د حکومت له خوا خپور شوی،عادلانه دی او له حقيقتونو سره سمون لري. هغه زياته کړه چې دغه سوداګريز اصطکاک د امريکا د حکومت له خوا په يو اړخيزه توګه پيل شوی و.امريکا له چين سره په سوداګريزو مشورو کې په پر له پسې توګه د دواړو خواوو له خوا تر لاسه شوې ګډې نظريې بدلې کړې چې دغه کړنه په ناوړه توګه د تعرفو لارو چارو د کارولو يوه برخه ده.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |