CRI Online

تبصره: د باوري کسر په سمولو سره به د اسيا او نړۍ لا ښه راتلونکې وساتل شي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-15 21:46:39

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۱۵مه نېټه د تاجکستان په پلازمينه دوشنبه کې د اسيا د متقابل عمل او باور د جوړونې د اقداماتو کنفرانس په ۵مه سرمشريزه غونډه کې يوه مهمه وينا وکړه. هغه په خپله وينا کې د اسيايي هېوادونو پر مخ د ګډو ننګونو د له منځه وړلو، د اسيا د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو او د ښه راتلونکې د ابادولو په اړه د چين دريځونه او نظرونه بيان کړل. د ده وينا د بېلا بېلو برخوالو هېوادونو د مشرانو او د نړيوالو او سيمه ييزو استازو مثبت غبرګونونه تر لاسه کړل.

رئيس شي په خپله وينا کې د اسيا د راتلونکې په اړه نيکې هيلې څرګندې کړې. هغه وړانديز وکړ چې بايد د متقابل درناوي او باور، امنيت او ثبات، پرمختګ او سمسورتيا، ورخلاصون او جامعيت، همکارۍ او نوښت پر اساس اسيا اباده شي. اړوندې خواوې بايد د باور، سولې، پرمختګ او ادارې په برخو کې د کسرونو او نيمګړتياوو د سمولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

شي جين پينګ د باوري کسر د سمولو په هکله وويل، چې مختلف هېوادونه دې يو د بل درناوی او باور وکړي، په تېره بيا دې د (صفر او مجموعې سيالۍ) او پروتکشنيزم له نظرونو څخه ډډه وکړي او پر دې اساس به متقابل سياسي باور ټينګ شي او ستراتيژيکې ګډې نظريې به زياتې شي.

د سولې د کسر د سمولو د يادونې په وخت کې يې وويل، چې د اسيا د ټولو هېوادونو امنيت دې د ډيالوګ، نه مقابلې، ښه سلوک او غيرمنسلکيت پر اصولو سره وساتل شي، په تېره بيا دې د هر ډول ترهګرۍ سره مقابله وشي. د اسيا له ځانګړتياوو سره دې مناسب امنيتي جوړښت جوړ شي او عام او ګډ امنيت دې وساتل شي.

د پرمختګ د کسر د سمولو د يادونې په وخت کې يې وويل، چې پرمختګ د ټولو مسئلو د حل لپاره عمومي کلي ده. نو هغه له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د سوداګرۍ او پانګونې د ازادېدو او اسانېدو لپاره هڅې وکړي، د دې سيمې د هراړخيزو اقتصادي دوستانه اړيکو تړون په شمول د دې سيمې د يو لاس کېدو په موخه سندونه دې ژر تر ژره لاسليک شي. چين به د يو کمربند او يوې لارې وړانديز او د مختلفو هېوادونو د پرمختيايي ستراتيژيو ترمنځ د پيوستون له لارې په هره ساحه کې د متقابل تګ راتګ د پياوړتيا او د مختلفو هېوادونو د ښه کيفيت لرونکي پرمختګ د چټکتيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

ياد کنفرانس د امنيت په اړه د څواړخيز فورم په توګه دا موخه لري چې د څواړخيزو باوري اقداماتو په جوړولو سره د ډيالوګ او همکارۍ د پياوړتيا پر اساس د اسيا سوله، امنيت او ثبات وساتي. د شي جين پينګ دغه وينا او په تېرو څو کلونو کې د دغه کنفرانس د پرمختګ لپاره د چين خدمتونه د دغه کنفرانس په چوکاټ کې د سولې، ثبات او سمسورتيا د ساتلو په هکله د مختلفو خواوو د اعتمادونو د ټينګښت او د کوښښونو د پياوړتيا لپاره ګټور دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای