CRI Online

د ۲۰۱۹ کال لپاره د صنعتي انټرنېټ نړيواله غونډه د چين په چنګ دو ښار کې تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2019-06-17 15:54:39

د ۲۰۱۹کال لپاره د صنعتي انټرنېټ نړيواله غونډه د جون له پنځلسمې نيټې څخه تر شپاړلسمې نيټې پورې د چين د سه چوان ولايت په چنګ دو ښار کې تر سره شوه چې عمده موضوع يې د نوښت له لارې د صنايعو د پيوستون او د نوي صنعتي انقلاب لپاره د تياريانو نيول وو. په دغه فورم کې شاوخوا اته سوو کورنيو او بهرنيو مېلمنو د صنعتي انټرنېټ د نوي پرمختګ، په نړۍ کې د بنسټيزو تأسيستاتو د ابادۍ، شمېرو، امنيتي ضمانت ، د تګلارو ،قوانينو او مقرراتو په باب د نظريو تبادلې وکړې. د دې ترڅنګ په دې غونډه کې د کورني او بهرني صنعتي انټرنېټ د ابادۍ نوې لاسته راوړنې هم وړاندې شوي او د صنعتي انټرنېټي معيار، تړون او عمومي کړنلارې په هکله تخنيکي لاسته راوړنې خپرې شوې.ځينو مېلمنو په دې برخه کې د نظريو د تبادلې او همکارۍ د پياوړتيا هيله څرګنده کړه.

صنعتي انټرنېټ دا معنی لري چې د مصنوعي ځيرکو ماشينونو په وسيله د انسانانو، ماشينونو او مالونو د نښلېدو موخه تر سره شي.د صنعتي انټرنېټ له کبله به د صنعت نوي توليدي او خدمتي سيستم جوړ شي او عنعنوي چارې به په چټکه سره بدلې شي او نوې چارې او صنايع به پرمختګ وکړي.د چين د دولتي شورا د دولتي دارايو د نظارت او ادارې کميټې مرستيالې جاو اې مينګ په دې غونډه کې وويل، صنعتي انټرنېټ د نوي نسل معلوماتي تخنيکونو او توليدي چارو د پيوستون يوه چاره ده او د عنعنوي چارو د ډيجيټلي کېدو نوی لوری دی. د دې ترڅنګ صنعتي انټرنېټ په صنايعو کې د لارښوونکو تصديو ترمنځ د سيالۍ نوې لاره هم ده او په ډيجيټلي زمانه کې د لويو هېوادونو ترمنځ د سيالۍ نوې برخه ګڼل کيږي.

د صنعتي انټرنېټ پرمختګ د بېلا بېلو هېوادونود نوي انجن د روزلو لپاره ګډ غوراوی دی. د چين حکومت منلی کړې چې د صنعتي انټرنېټ په شمول د نوي ډول د بنسټيزو تأسيساتو جوړونه به پياوړې کړي .تر اوسه د چين حکومت په دې برخه کې په بېجينګ، شانګهای،ګوانګ جو، چونګ چينګ او وو هان ک پنځه لوی ملی مرکزونه جوړ کړي او د نفتود کيمياوي صنعت،د فولادو او اوسپنو چارو،ماشينونو،ماشين الاتو، الکترونيکو توکو او جامو په شمول ډېرو برخو کې يې د معلوماتي تخنيکونو او توليدي چارو د پيوستون لپاره هڅې کړې او اوس د صنعت انټرنېټي چارو ټولنه شاوخوا ۱۲۰۰ غړي لري. د چين د صنايعو او معلوماتي تخنيکونو وزارت د معلوماتو او مخابراتو د ادارې مشرې هان شيا وويل ،مونږ بايدد ورخلاصون، پيوستون او د ګډو ګټو پر بنسټ د ګډو برياليتوبونو همکاريزه رويه غوره کړو او په دوامداره توګه دې د بېلا بېلو هېوادونو له حکومتونو. تصديو، توليدي سازمانونو سره د نظريو تبادلې او همکارۍ پياوړې کړو او د صنعتي انټرنېټ د ورخلاصون او پرمختګ د څو اړخيز جوړښت د رامنځته کېدو لپاره دې ګډې هڅې وکړو.

د المان د ساينس او اېنجېنرۍ اکاډمۍ غړي ډاکتر جوهانيس وينټر چې په دې غونډه کې يې ګډون کړی و،وويل چې دغه هېواد له چين سره د علمي او څيړنيزو ارګانونو په اړونده برخه کې له چين سره همکارۍ کړي دي. هغه وويل،مونږ له اروپايي ټولنې،چين ، د کوريا جمهوريت او د اروپا د مصنوعي ځيرکتيا په اړه له تر ټولو غوره څيړنيزو ارګانونو او څېړونکو سره ژورې همکارۍ لرو او کله نا کله ډول ډول سمينارونه او څېړنيز فعاليتونه تر سره کوو. ډيجيټلي اقتصاد د پرمختګ په حال کې دی. نو مونږ بايديوه مخکښه ابتکاري مفکوره ولرو او د سوداګرۍ او ژوند د بدلولو لپاره دې هڅې وکړو.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای