CRI Online

اسرائيل، امريکا او روسيه به د سوريې مسئلې په اړه درې اړخيزه غونډه ترسره کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-19 15:54:31
اسرائيل، امريکا او روسيه به د سوريې مسئلې په اړه درې اړخيزه غونډه ترسره کړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيلو لومړي وزير نيتانياهو د جون په ۱۸مه نېټه اعلان وکړ، د اسرائيلو، امريکا او روسيې د دولتي امنيت مسئول چارواکي به په بيت المقدس کې د سوريې مسئلې په اړه درې اړخيزه غونډه ترسره کړي.

د اسرائيلو حکومت د جون په ۱۸مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره خبر ورکړ چې نيتانياهو په همدې ورځ وويل، د اسرائيلو د دولتي امنيت سلاکار مير بن شبات، د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دولتي امنيتي چارو مرستيال جان بولتون او د روسيې د فدرالي امنيتي کنګرې سيکريټر نيکولی پتروشيف به په راتلونکې اوونۍ کې په بيت المقدس کې سره غونډه وکړي.

نيتانياهو وويل، دغه غونډه بې سارې ده او تاريخي ارزښت لري او د منځني ختيځ سيمې د ثبات د عملي کولو لپاره به ګټور رول ولوبوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای