CRI Online

د امريکا د سنا مجلس غړي مارکو روبيو دوه ګونې رويه

cri     (GMT+08:00) 2019-06-19 20:31:39

د امريکا د سنا مجلس غړي مارکو روبيو د جون په اوولسمه نېټه د يوې تقنيني مسودې په وړاندې کولو سره غوښتنه وکړه چې د امريکا د ملي دفاع د صلاحيت قانون يعنې NDAA دې تعديل شي او د چين د هوا وې شرکت مخه دې ونيول شي چې د امريکا د محکمې له لارې له دغه هېواد څخه امتيازي لګښتونه او جبران وغواړي.

د دغه خبر له خپرېدو وروسته د امريکا د ويبسايټ کاروونکو په شمول ټول حيران شو ځکه امريکا هميشه په خپله وايي چې د پوهنې مالکيت حق د ساتنې په چارو کې ښه کار کوي، خو د دغه هېواد د سنا مجلس غړي په ډاګه اعلان وکړ چې د قانون د تعديل له لارې دې د بل هېواد د شرکت مخه ونيسي چې د امريکا د قانون له مخې په معقوله توګه خپل حق وساتي. دا کړنه دا څرګندوي چې امريکا د بل هېواد د پوهنې مالکيت حق او د امتيازي حق لاسته راوړنې پسې لالهانده ده. د بل هېواد له شرکت څخه غوښتنه کوي چې د امريکا د امتيازي حق لپاره لګښتونه ورکړي، خو اجازه ورته نه ورکوي چې بل څوک له دغه هېواد څخه د امتيازي حق لګښت وغواړي. دا يوه ډېره ظالمه کړنه او د لوټمارۍ منطق دی.

مارکو روبيو د امريکا په جمهوري غوښتونکي ګوند کې د چين ضد دريځ لرونکي غړي په توګه هميشه پر چين نيوکې کوي او له دې لارې د امريکا د تش په نامه د پوهنې مالکيت حق لټوي او د چين پر هوا وې شرکت تور لګوي چې د امريکا امنيت ته يې سخت ګواښونه رسولي. کله چې د هوا وې شرکت په معقوله توګه خپل حق ساتي او د ويريزون په نوم د امريکا د ګرځنده انټرنيټ له شرکت څخه د څه دپاسه ۲۳۰ امتيازي تخنيکونو لپاره څه باندې يو مليارډ امريکايي ډالره غواړي، مارکو روبيو خپل پخواني تورونه هير شوي چې پر چين يې لګولي وو. د ده له دغو کړنو څخه څرګنديږي چې دی د پوهنې مالکيت حق د ساتنې په چارو کې دوه ګونې رويه لري. که بهرنی شرکت د امريکا امتيازي حق کاروي، نو د پوهنې مالکيت حق د ساتنې پر اهميت ټينګار کوي، که د امريکا شرکت د بل هېواد امتيازي حق کاروي، سمدلاسه د پوهنې مالکيت حق د ساتنې چارې پريږدي او يوازې خپلو سياسي ګټو ته پاملرنه کوي.

د روبيو په نظر د پوهنې مالکيت حق د ساتنې کار د دوی يوه وسيله ده چې څه وخت او څنګه يې وکاروي او هر څه په خپله خوښه تر سره کوي. هغه دا ځل ياد وړانديز کړی او ټولې نړۍ ته يې دا وښودل چې امريکا د پوهنې مالکيت حق د ساتنې په مسئله کې تل دوه ګونې معيارونه نيسي.

البتا روبيو نه يوازې اوس د پوهنې مالکيت حق د ساتنې په چارو کې پر چين تور لګوي بلکې هغه په ۲۰۱۱ کال کې د سنامجلس د غړي له ټاکل کېدو راهيسې د يو لړ فعاليتونو له لارې په داسې کړنو خپلې سياسي نښې څرګندوي. نوموړي د امريکا استازو جرګه وهڅوله چې تايوان ته د سفر قانون تصويب کړي، د دغه هېواد د حکومتي څانګو لخوا له چين څخه د تجهيزاتو د نه اخيستلو وړانديز يې وکړ، لمسون يې وکړ چې د چين د کنفوسيوس پوهنځي له امريکايي پوهنتونونو څخه وباسي او د بېلا بېلو مضامينو په پلمه د چين پر بشري حقوقو تورونه لګوي. دی د واشنګټن پوست ورځپاڼې په يوې ليکنې کې پر چين د ډېر سخت انتقاد کوونکي په توګه بلل کيږي.

۴۸ کلن روبيو په جمهوريت غوښتونکي ګوند کې د تي ګوند يعنې د کيڼ خوا د افراطي ډلې غړی دی چې نه يوازې سخت سياسي دريځ غوره کوي، بلکې له چين سره ټينګ مخالفت هم لري او د شخصي اقتدار هوس لرونکی سياست مدار لري. هغه په ۲۰۱۶ کال کې د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې ګډون کړی و، خو په جمهوريت غوښتونکي ګوند دننه د ټاکنو په پيل کې يې ماتي وخوړله. خو هغه لا هم له خپل وطن سره د مينې څرګندولو په پلمه په واقعي توګه دغه هېواد ته زيان رسوونکې کړنې تر سره کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای