د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د مشهور فکري سازمان د نړيوال اقتصاد پيټرسن انسټيټيوټ مشر فرېډ بيرګستن د جون په ۱۹مه نېټه وويل، امريکايي حکومت د تجارتي پاليسۍ د پلې کولو په برخه کې ښايي له خپل واک څخه ناوړه استفاده کړې وي. د دغه هېواد پارلمان بايد سمدلاسه مداخله وکړي او له واک څخه د ناوړې ګټې اخيستنه دې محدوده کړې.
نوموړي په همدې ورځ د وروستۍ تجارتي پاليسۍ د اقتصادي اغېزې په اړه د امريکا د پارلمان د استازو جرګې په عامه اورېدنه کې وويل، امريکايي حکومت پر خپلو تجارتي ملګرو باندې ګمرکي ماليات زيات کړي او يا يې د زياتولو ګواښ ورته کړی دی، دا د امريکا تجارتي ساتونکي کړنې دي او د دې هېواد د تجارتي پاليسۍ لوی تغير دی چې پخوا هيڅ داسې نه وو شوي.
نوموړي وويل، د دې پاليسۍ د بې ثباتۍ له امله به د دغه هېواد د اقتصاد راتلونکي په اړه د عامو خلکو باور کم شي او پانګونه به محدوده شي. له دې امله د امريکا اقتصادي زياتوالی به کم حتی مخ په ځوړ به روان شي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |