CRI Online

شي جين پينګ پيونګ يانګ ته ورسيد

cri     (GMT+08:00) 2019-06-20 15:59:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په شلمه نېټه په ځانګړې الوتکې کې د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت پلازمينې پيونګ يانګ ته ورسيد او له دغه هېواد څخه يې رسمي ليدنه پيل کړه.

د رئيس شي جين پينګ ځانګړې الوتکه د همدې ورځ په غرمه د پيونګ يانګ د سونان په هوايي ډګر کې ښکته شوه.د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند رئيس او د دولتي چارو د کميټې مشر کيم جونګ اون او د ده مېرمن ري سول جيو د رئيس شي جين پينګ او ميرمن يې د راتګ لپاره د هرکلي مراسم تر سره کړل.نوموړي ته د احترام په توګه تشريفاتي قطعې د توپ ۲۱ ډزې وکړې او د چين او ديموکراتيکې کوريا ملي سرودونه وغږول. رئيس شي جين پينګ د کيم جونګ اون په ملګرتيا د دې هېواد تشريفاتي ګارد احترام ومانه او رسم ګذشت يې له نژدې وکوت.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای