CRI Online

تبصره: د چين او امريکا ترمنځ معضله دې يوازې د مساوي خبرو اترو له لارې حل شي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-20 18:12:31

د چين او امريکا مشرانو د جون په ۱۸مه نېټه ټلېفوني خبرې وکړې او دوی دواړو په دغو خبرو کې هوکړه وکړه چې د جاپان په اوساکا کې به د شلو هېوادونو ډلو د سرمشريزې غونډې په موده کې يو له بل سره کتنه وکړي او د دواړو هېوادونو اقتصادي او سوداګريز ګروپونه به پر ډيالوګ ټينګار وکړي. دغه خبر د نړيوالې ټولنې اندېښنې کمې کړې او له امله يې نړيوال اسهامي بازارونه ښه شوي.

خو همکارۍ او مشوره اصول لري. د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو کليدي ټکی يو بل ته تګ راتګ دی او دواړه هېوادونه بايد د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د تر لاسه شويو ګډو نظريو له مخې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر اساس مساوي خبرې اترې وکړي او بايد يو د بل د پاملرنې وړ مسئلې تر پام او غور لاندې ونيسي.

د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ټلېفوني خبرو وروسته، د امريکا د سوداګرۍ استازي روپرټ لاغټيزر په پر له پسې دوو ورځو کې د دغه هېواد د مشرانو جرګې او استازو جرګې په ناستو کې د حيرانتيا وړ رويې څرګندې کړې. نوموړي د مشرانو جرګې د پولي کمېټې په ناسته کې وويل، چې د امريکا او چين ترمنځ معضله دې يوازې د خبرو اترو له لارې نشي حل کېدای. همدارنګه د استازو جرګې د پيسو د راغونډولو په کمېټه کې يې وويل، چې اړوندې مسئلې بايد د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه والي او په سياليو کې د امريکا د مخکيني مقام د ساتلو له لارې حل شي.

لاغټيزر له يوې خوا د اقتصادي او سوداګريزو مشورو د بيا پيل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه والي هيله وښودله، خو د دې ترڅنګ يې د تعرفو د زياتوالي له لارې د فشار اچولو رويه څرګنده کړه. دا د معضلې د حلولو لپاره جدي رويه نه ده.

کابو لس ورځې وروسته به د چين او امريکا مشران په اوساکا کې خبرې اترې وکړي. هيله ده چې د دواړو هېوادونو اقتصادي ګروپونه د ارجنټاين په کتنه کې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ د تر لاسه شويو ګډو ګټو سره سم د توپيرونو د ليرې کولو لپاره هڅې وکړي. که امريکا لا هم پر هغه عمل ټينګار وکړي چې له يوې خوا د خبرو اترو غوښتنه وکړي او له بلې خوا تعرفې زياتې کړي، ښه پايله به تر لاسه نه شي. يوازې پر مساوي خبرو اترو ټينګار وشي او يو د بل د پاملرنې وړ مسئلې تر پام او غور لاندې ونيول شي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ معضله به حل شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای