د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د جون په شلمه نېټه وويل، که امريکا د دې په مقابل کې پر ترکيې بنديزونه ولګوي چې ترکيه د روسيې د S-400 ډول هوايي دفاع سيستم پر اخيستلو ټينګار کړی، ترکيه به هم د امريکا پر وړاندې ځوابي تدبيرونه ونيسي.
نوموړي په همدې ورځ په استانبول کې خبريالانو ته وويل، چې ترکيه او امريکا دواړه د ناټو غړي هېوادونه دي، امريکا بايد بنديز لګولو ته په جدي سترګه وګوري، د ناټو پر ډېر ځواکمن غړي هېواد ترکيې بنديز لګول د منلو وړ نه دي. هغه وويل، چې ترکيه به د امريکا د بنديز پر وړاندې چپه خوله پاتې نشي او ځوابي تدبیرونه به غوره کړي.
هغه زياته کړه چې له روسيې څخه د S-400 ډول هوايي دفاع سيستم اخيستنه (( بشپړه معامله )) ده، روسيه به په جولای کې ترکيې ته ياد سيستم ورکړي. هغه به د روانې مياشتې په پای کې د جاپان په اوساکا کې د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره پر دې مسئلې خبرې اترې وکړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |