CRI Online

هواوې د فيليپين د 5G لومړۍ سوداګريزې شبکې کليدي برابروونکی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-06-21 15:59:46

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فيليپين لوی مخابراتي شرکت (( ګلوب ټيليکوم )) د جون په شلمه نېټه په رسمي توګه د دې هېواد د 5G لومړۍ سوداګريزې شبکې خدمتونه پيل کړل او هواوې شرکت د نوموړي شرکت د کليدي تجهيزاتو برابروونکی دی. فيليپين د جنوب ختيځې اسيا لومړی هېواد دی چې 5G شبکه يې پرانيسته.

د معلوماتو له مخې، 5G سوداګريزه شبکه به لومړی د فيليپين د کورونو او دفترونو په انټرنيټي خدمتونو کې وکارول شي. 5G تخنيک د 4G شبکې په پرتله د چټک سرعت او اطمينان ځانګړتيا لري او د موټر اټوماتيک چلوونې، د ليري واټن طبي خدمتونونو او VR په برخو کې به بنسټيز شرايط برابر کړي.

د فيليپين ۲ لويو مخابراتي شرکتونو يعنې ګلوب ټيليکوم او PLDT له تېرو څو کلونو راهيسې تل د هواوې شرکت له تکنالوژۍ څخه استفاده کوي او له هواوې سره يې همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي چې له مخې به يې د هواوې سامانونه د فيليپين د يادې شبکې د بنسټيزو تاسيساتو په ابادۍ کې وکارول شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای