CRI Online

Apple شرکت د امريکا له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د چين پر محصولاتو ګمرکي تعرفې زياتې نه کړي

cri     (GMT+08:00) 2019-06-21 16:09:04

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د Apple شرکت په دې وروستيو ورځو کې د امريکا سوداګريز استازي روبيرټ لينټزر ته د يو پيغام په استولو سره وويل چې که د امريکا حکومت د دريو سوو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت پر چيني محصولاتو ګمرکي تعرفې زياتې کړي ،نو دا به د دې شرکت پر عمده توليداتو منفي اغيزه وکړي.د امريکا د دغې کړنې له امله به د دې هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره د دغه شرکت خدمتونه کم شي او په نړۍ کې د دغه شرکت د سيالۍ توان به هم کمزوری شي.

دغه شرکت وايي چې د نوي پړاو د ګمرکي تعرفو زياتوالی به د ګرځنده تليفونونو او تيبليټ کمپيوترونو په شمول د دوی پر عمده توليداتو اغيزه وکړي، نو د امريکا له حکومت څخه غواړي چې پر چيني محصولاتو ګمرکي تعرفې زياتې نه کړي .(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای