د (( پاکستان ټودې )) ورځپاڼې عمومي ايديټر ميا ابرار د جون په شلمه نېټه وويل، د چين په اړه د امريکا حکومت اوسنۍ اقتصادي تګلاه به امريکا ته د چين په نسبت زيات زيانونه ورسوي، د شلو صنعتي هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه به د چين او امريکا ترمنځ سوداګريز اصطکاک د حل لپاره فرصت برابر کړي.
نوموړي په همدې ورځ د چين د راډيو او تلويزيون عمومي سټېشن له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل، د چين او امريکا ترمنځ اقتصادي او سوداګريز اصطکاک چې د امريکا حکومت په يو اړخيزه توګه پيل کړی، د امريکا اقتصاد ته زيات زيانونه رسولي دي. که څه هم د امريکا په قول يوازې چين به امريکا ته د خپلو صادراتي توليداتو په پار د ګمرکي مالياتو د زياتوالي له امله بيه پرې کړي، خو حقيقت دا دی چې امريکايي تصدۍ او مشتريان به ټول زيامن شي.
د نوموړي په اند د شلو صنعتي هېوادونو ډلې سرمشريزه غونډه چې ژر به په جاپان کې تر سره شي، د اوسنيو حالاتو په وړاندې به د مسئلې د حل يو ښه فرصت وي. نړيواله ټولنه هيله لري چې امريکا بېرته خبرو اترو ته وګرځي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |