CRI Online

د امنيت شورا په وسله والو شخړو کې د معيوبينو د ساتلو لپاره يو پرېکړه ليک تصويب کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-06-21 16:13:08

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م امنيت شورا د جون په شلمه نېټه د ۲۴۵۷ نمبر پرېکړه ليک په تصويبولو سره غوښتنه وکړه چې په وسله والو شخړو کې ښکيلې خواوې دې له نړيوالو قوانينو سره سم د معيوبينو په شمول د ملکيانو د ساتلو لپاره لازم تدبيرونه ونيسي او پر عامه وګړو د ظالمانه عملونو مخنيوی دې وکړي.

په دغه پرېکړه ليک کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه شوې چې د معيوبينو په شمول د ملکيانو په مقابل کې تشددکوونکي او په وسله والو شخړو کې ښکيل جنايت کاران دې محکمې ته وسپاري او د زيانمن شويو کسانو عدلي مرستې او جبران دې تامين کړي.د دې ترڅنګ بېلا بېل هېوادونه بايد په وسله والو شخړو کې معيوبينو ته د سپکاوي او توهين کلتور د له منځه وړلو لباره لازم تدبيرونه ونيسي.

په دې پرېکړه ليک کې هم راغلي چې بېلا بېل هېوادونه بايد په وسله والو شخړو کې له زيانمن شويو معيوبينو سره په تېره بيا له معيوبو ښځو او ماشومانو سره مرستې وکړي او د نورو وګړو په شان دې د دغو معيوبينو لپاره د ښوونې ، طب ، ترانسپورټ او مخابراتو په شمول د بنسټيزو خدمتونو د تر لاسه کولو لازم تدبيرونه ونيسي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای