د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا نيويارک ټايمز د جون په شلمه نېټه خبر ورکړ چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په همدې ورځ امريکايي پوځونو ته پر ايران د نظامي بريدونو اجازه ورکړه، څو د ايران د هغه بريد له امله چې د امريکا بې پيلوټه الوتکې يې ويشتلي،خپل انتقام واخلي، خو په وروستۍ شيبه کې يې بېرته لغوه کړه.
نيويارک ټايمز د امريکا حکومت د لوړ پوړيو چارواکيو په قول خبر ورکړی چې ټرمپ په همدې ورځ امريکايي پوځونو ته د رادار تجهيزاتو او توغنديو په شمول د ايران پر زياتو پوځي موخو د نظامي بريدونو اجازه ورکړه، خو تېره شپه يې خپل نظر بيا بدل کړ او له يادو عملياتو څخه يې د لاس اخيستلو پريکړه وکړه. د يوه چارواکي په قول ټرمپ په داسې حال کې ياد امر لغوه کړ چې د امريکايي پوځونو جنګي الوتکې هوا ته پورته شوې وې او پوځي بېړيو هم چمتوالی نيولی و.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |