د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۱مه نېټه د کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت د پلازمينې پيونګ يانګ د کومسوسان په ملي مېلمستون کې د دغه هېواد د کارګرو ګوند له رئيس او د دولتي شورا له مشر کيم جونګ اون سره وکتل.
شي جين پينګ په دغه کتنه کې د چين کمونېست ګوند، حکومت او خلکو په استازيتوب د ډيموکراتيکې کوريا له تود هر کلي او بشپړ تنظيم څخه د صميميت مننه څرګنده کړه. نوموړي وويل، چې دغه هېواد ته د ده سفر د دوستۍ او تودوالي په ډکه فضا کې روان دی او له دې څخه د دواړو هېوادونو ترمنځ ژورې دوستۍ څرګندېږي. د دې بريالي سفر پر اساس د دواړو هېوادونو ترمنځ دوديزې دوستۍ هم ټينګېږي. همدارنګه، په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پرمختګ لوری ټاکل شوی دی او بهرنيو خواوو ته د کوريا ټاپووزمې مسئلې د سياسي بهير د پياوړتيا او د دې سيمې د دايمي سولې او امنيت د ساتلو په برخو کې د دواړو هېوادونو ټينګ هوډ ښودل شوی دی.
نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې هرڅنګه چې نړيوال حالات بدل شي، چين تل په ډيموکراتيکې کوريا کې د سوسياليستي چارو له پرمختګ او د دغه هېواد د نوې ستراتيژۍ له لايحې او د کوريا ټاپووزمۍ مسئلې د سياسي بهير او د دې سيمې د دايمي سولې او امنيت د ساتلو په برخه کې د دغه هېواد له کوښښونو څخه ملاتړ کوي.
کيم جونګ اون د دغه هېواد د کارګرو ګوند تر مشرۍ لاندې په سوسياليستي لاره کې د دغه هېواد د پرمختګ په برخه کې د چين له ارزښتناکو مرستو څخه د صميميت مننه څرګنده کړه. هغه وويل، دواړه هېوادونه تاريخي او دوديزې دوستۍ لري، دواړه هېوادونه اوسمهال د يوې کورنۍ په شان نژدې تګ راتګ او همکارۍ کوي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |