د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پينګ د جون په ۲۱ مه نېټه د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت څخه خپله رسمي ليدنه پای ته ورسوله او له پيونګ يانګ څخه يې د بېجينګ پر لور حرکت وکړ. له دغه هېواد څخه تر خوځېدو مخکې شي جين پينګ له خپلې مېرمنې پنګ لي يوان سره په هوايي ډګر کې د کوريا د ديموکراتيک ولسي جمهوريت د کارګرو ګوند د رئيس او د دولتي شورا د مشر کيم جونګ اون او د هغه د مېرمنې ري سولجو لخوا د خدای پامانۍ په مراسمو کې ګډون وکړ.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |