د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د جون په ۲۱ مه نېټه په خپل ټويټر کې خبر ورکړی چې ايران په خپل سمندري حريم کې د امريکا د راغورځول شوې بې پيلوټه الوتکې ځېنې برخې پيدا کړې دي.
هغه وويل چې د نړيوال باز په نوم يوه امريکايي بېپيلوټه الوتکه پر ځايي وخت د روانې مياشتې د ۲۰ مې نېټې په ۰ بجو ۱۴ دقيقو د ايران هوايي قلمرو ته ننووتله، او پر ځايي وخت د همدې ورځې په ۴ بجو ۵ دقيقو د ايران لخوا را وغورځول شوه. د دغې الوتکې څو برخې د ايران په سمندر کې پيدا شوې.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |