CRI Online

ډونالډ ترمپ دا تائيد کړه چې د اوس لپاره پر ايران له نظامي بريد تېر شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2019-06-22 16:11:13

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د جون په ۲۱مه نېټه وويل، چې هغه د اوس لپاره پر ايران د امريکا له نظامي بريد تېر شوی دی او د ايران مسئلې په اړه بيړنی نه دی. مخکې ايران د امريکا يوه بې پيلوټه الوتکه ويشتلې وه.

ترمپ په همدې ورځ په ټولنيزو رسنيو کې وويل، امريکايي پوځ د ۲۰مې نېټې په شپه د دې لپاره چمتو شوی وو چې د ايران پر درېو هدفونو انتقامي بريدونه وکړي، خو د دې بريدونو د پيل نه ۱۰ دقيقې مخکې له دې پرېکړې تېر شو. ځکه چې معلومات يې تر لاسه کړل چې په دې بريدونو کې ښايي ۱۵۰ کسان ووژل شي. د هغه په اند، دا نتيجه د ايران له يادې کړنې سره برابره نه وه.

نوموړي وويل، ايران د امريکا د بنديزونو له امله زيانمن شوی دی، او امريکا د ۲۰مې نېټې په شپه هم پر ايران نوي بنديزونه زيات کړي دي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای