د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون له ۲۰مې نېټې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې له کوريا ډيموکراتيک ولسي جمهوريت څخه رسمي ليدنه وکړه. د ډيموکراتيکې کوريا مرکزي اژانس او رودونګ سيمون په شمول د دغه هېواد عمده خبري رسنيو د عکسونو او خبرونو له لارې په تېرو څو ورځو کې دغه هېواد ته د عمومي منشي شي جين پينګ د سفر په اړه معلومات خپاره کړل او د دې سفر لوړې ارزونې يې وکړې.
د ډيموکراتيکې کوريا مرکزي اژانس او رودونګ سيمون د جون په ۲۲مه نېټه دغه هېواد ته د عمومي منشي شي جين پينګ د سفر د بريالي پای او د دغه هېواد د کارګرو ګوند د رئيس او د دغه هېواد د دولتي شورا د مشر کيم جونګ اون لخوا د خدای پامانۍ د مراسمو په اړه خبرونو کې ليکلي چې له دې سفر څخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د عنعنوي دوستۍ په خپرولو سره د ګډ پرمختګ د موندلو په برخه کې د دواړو هېوادونو د عالي مشرانو ټينګ هوډ څرګندېږي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |