CRI Online

شي جين پينګ او د ايرلند ولسمشر مايکل دي هيګينس يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه ولېږل

cri     (GMT+08:00) 2019-06-22 20:21:41

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د ايرلند ولسمشر مايکل دي هيګينس د جون په ۲۲مه نېټه يو بل ته د دواړو هېوادونو ترمنځ د رسمي اړيکو د ټينګېدو د ۴۰مې کليزې په مناسبت د مبارکۍ پيغامونه ولېږل.

شي جين پينګ وويل، په تېرو ۴۰ کلونو کې دواړو هېوادونو د متقابل احترام، مساوات او ګډو ګټو پر بنسټ دوه اړخيزو اړيکو ته سالم او ثابت پرمختګ ورکول شوی دی او په بېلابېلو برخو کې زيات برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. په ۲۰۱۴ کال کې ولسمشر هيګينس له چين څخه ليدنه کړې وه، دوستانه خبرې اترې موکړې وې او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو لپاره مو د نقشې پلان جوړ کړی و. زه د چين او ايرلند ترمنځ اړيکو ته په درنه سترګه ګورم او هيله لرم چې له ولسمشر هيګينس سره يو ځای د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابلو ګټو لرونکې ستراتيژيکې همکاريزې اړيکې نوې مرحلې ته بوزو او د دواړو هېوادونو خلکو ته ګټې ورسوو.

هيګينس وويل، په تېرو ۴۰ کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې روانې دي او په بېلابېلو برخو کې کاري همکارۍ ژورې شوې دي. ايرلند له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري، غواړي چې خپلمنځي کاري همکارۍ زياتې کړي او د څواړخيزتوب د ساتنې په شمول په نړيوالو چارو کې همغږي ټينګه کړي څو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښه پرمختګ ومومي.

په همدې ورځ د چين صدراعظم لي که چيانګ او د ايرلند صدراعظم ليو وارادکار هم يو بل ته په همدې مناسبت د مبارکۍ پيغامونه ولېږل.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای