CRI Online

په امريکا کې د هوا وې شرکت فرعي څانګې د امريکا د سوداګرۍ پر وزارت دعوا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2019-06-23 15:40:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په امريکا کې د هوا وې شرکت فرعي څانګې څو ورځې مخکې د دغه هېواد د واشنګټن په ځايي محکمه کې د امريکا د سوداګرۍ پر وزارت دعوا وکړه چې د دغه وزارت لخوا د هوا وې شرکت د يو شمېر تجهيزاتو د بندولو او د پريکړې د ځنډولو په اړه کړنې ناقانونه دي.

د محکمې لخوا د خپور شوي سند له مخې، هوا وې شرکت په ۲۰۱۷م کال کې د څارنې په موخه د يو کمپيوټر د خدمت کوونکي ماشين او د ايټهرنيټ سويچ (Ethernet switch) ماشين په شمول زيات مخابراتي تجهيزات د امريکا د کاليفورنيا ايالت يو خپلواک لابراتوار ته ولېږدول او د پلان له مخې به له څارنې نه وروسته دغه تجهيزات بېرته چين ته ولېږدول شي. خو دغه تجهيزات چين ته د لېږدولو په لاره کې د صادراتي جايزې د پلټنې په پلمه د امريکا د سوداګرۍ وزارت لخوا د الاسکا ايالت په انچوراګ ښار کې بند شول. له دې نه وروسته هوا وې شرکت د اړوندې غوښتنې له مخې اړوندو ارګانونو ته اړوند معلومات وړاندې کړل او ځواب يې تر لاسه کړ چې د امريکا د سوداګرۍ وزارت اړوندې څانګې همېشه په ۴۵و ورځو کې پريکړه وکړي، خو تر اوسه پورې کابو شل مياشتې تېرې شوې، اړونده پريکړه نه ده شوې.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای