CRI Online

کیم جونګ اون د ترامپ پیغام ترلاسه کړ

cri     (GMT+08:00) 2019-06-23 15:40:48

د سین هوا اژانس د خبر له مخې د کوریا د دیموکراتیک ولسي جمهوریت مشر کیم جونګ اون د روانې میاشتې په ۲۳ نیټه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترامپ پیغام ترلاسه کړ.

د خبر له مخې کیم جونګ اون د دغه پیغام له کتلو وروسته راضي ښکاریده او ویی ویل چې د پیغام محتویات ښه دی. هغه دا هم وویل چې د ولسمشر ترامپ د سیاسي قضاوت توان او وتلی جرأت څخه مننه څرګنده کړه او هغه به د یاد پیغام په زړه پورې محتویات په جدي توګه په پام کې ونیسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای