د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د المان صدراعظمې انګيلا مرکيل د جون په ۲۲مه نېټه وويل، نړيواله ټولنه دې د ايران او امريکا ترمنځ د شخړې د حلولو په موخه د سياسي لارو چارو د پيدا کولو لپاره همکارۍ وکړي. نوموړې په همدې ورځ د دغه هېواد په دورتموند ښار کې په يوه غونډه کې وويل، له سياسي لارې چارې د امريکا او ايران ترمنځ د شخړې حلول نه يوازې يو اميد دی، نړيواله ټولنه دې په جدي توګه پر دې لوری ګامونه پورته کړي. نوموړې زياته کړه چې د خليج اوضاع به په راتلونکې اوونۍ کې د شلو هېوادونو ډلې په سرمشريزه غونډه کې يو مطلب وګرځي. المان به له سياسي او ډيپلوماتيکې لارې چارې د دغې مسئلې د حلولو لپاره هڅې وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |