د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ترمپ د جون په ۲۲مه نېټه وويل، چې د غير قانوني کډوالو په وړاندې يې اقرامات د دوو اوونيو لپاره ځنډولي دي چې د مخکني پلان له مخې به په ۲۳مه نېټه پيل شي. په داسې ډول به د غير قانوني ګډوالو د مسئلې د سياسي حل لپاره جمهوريت غوښتونکي ګوند او ديموکرات ګوند ته نور وخت برابر کړي.
ترمپ په همدې ورځ په ټولنيزو رسنيو کې وويل، چې د ديموکرات ګوند تر غوښتنې لاندې يې دغه پرېکړه کړې وه. نوموړي وويل، که دواړه خواوې نه شي کولی چې د امريکا د جنوبي سيمې د کډوالو اړوندو مسئلو په اړه همکاري وکړي او د حل طرحه پيدا کړي، نو اړوندې څانګې به غير قانوني کډوال بېرته ولېږي.
د امريکا د پارلمان ولسي جرګې مشرې او د ديموکرات ګوند غړې نانسي پيلوسي د جون په ۲۲مه نېټه په ټولنيزو رسنيو کې وويل، هرکلی کوم چې ترمپ د غير قانوني کډوالو په وړاندې اقرامات ځنډولي دي. هغې زياته کړه، چې د کډوالو مسئلې په برخه کې پوره اصلاحات به وخت ونيسي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |