CRI Online

د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو اتحاد د سرمشريزې غونډې په رئيسه اعلاميه کې له سوداګرۍ ساتنې سره مخالفت وکړ

cri     (GMT+08:00) 2019-06-24 09:49:47

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو اتحاد ۳۴مه سرمشريزه غونډه د جون په ۲۳مه نېټه د تايلند په پلازمينه بنکاک کې پای ته ورسېده. د دې سرمشريزې غونډې لخوا په خپره شوې رئيسه اعلاميه کې راغلي چې ياد اتحاد له سوداګرۍ ساتنې سره مخالفت کوي او د تجارت د څو اړخيز ميکانيزم ملاتړ کوي.

په دې اعلاميه کې ويل شوي چې ياد اتحاد د مقرراتو پر بنسټ د سوداګرۍ د جامع او شفاف څو اړخيز ميکاميزم ملاتړ کوي. د تجارت نړيوال سازمان په وړاندې زياتې ننګونې شتون لري او په داسې حال کې د شخړو د لېرې کولو ميکانيزم دې لا پياوړی شي. د ياد اتحاد د غړو هېوادونو مشرانو په دې موافقه وکړه چې د RCEP خبرې اترې به د سږ کال له پای مخکې بشپړې شي، څو چې نړيوال تجارت بيا سمسور شي. غړي هېوادونه به په دې غرض له اړوندو خواوو څخه د لا کوښښونو غوښتنه وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای