CRI Online

ټرمپ د ناقانونه کډوالو د نيولو عمليات وځنډول

cri     (GMT+08:00) 2019-06-24 10:17:53
ټرمپ د ناقانونه کډوالو د نيولو عمليات وځنډول

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جون په ۲۲مه نېټه وويل، هغه د ناقانونه کډوالو د نيولو عمليات ځنډولي چې ټاکل شوې وه د روانې مياشتې په ۲۳مه نېټه پيل شي او موخه يې دا ده چې د ناقانونه کډوالو مسئلې د سياسي حل لپاره د دې هېواد د جمهوريت غوښتونکي ګوند او ديموکرات ګوند ته لا زيات وخت ورکول شي.

ټرمپ وويل، که يادې دواړه خواوې نه شي کولای چې د امريکا په جنوبي سرحدي سيمه کې د کډوالو مسئلې په اړه سره همکاري وکړي او د دې مسئلې د حل لپاره لايحه پيدا کړي، نو اړوند ارګان به ناقانونه کډوال بيرته خپلو هېوادونو ته وليږي.

د ټاکلي پلان له مخې، د امريکا د ځمکني امنيت ساتنې وزارت په دې اړه وويل چې هېواد ته د ننوتلو او د ګمرکي چارو اداره به د جون په ۲۳مه نېټه د دې هېواد په لسو ښارونو کې د ناقانونه کډوالو د نيولو عمليات پيل کړي او په دې هېواد کې پراخه پاملرنه يې جلب کړې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای