د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د جون په ۲۳مه نېټه د دې هېواد د ان تي وي له تلويزيون سره د مرکې په ترڅ ګې وويل چې روسيه غواړي له امريکا سره د اړيکو ښه والي ته پرمختګ ور کړي او د خبرو اترو له لارې به ور سره ګډو نظريو ته ورسيږي.هغه وويل چې روسيه او امريکا د ځينو نړيوالو مسئلو د حل وفصل لپاره د نظريو توپيرونه لري. امريکا په دې پوهيږي چې روسيه د دوی فشارونو ته سر نه ټيټوي، نو دواړه هېوادونه بايد د بحث او خبرو اترو له لارې ګډې موافقې تر لاسه کړي. هغه پردې ټينګار وکړ چې که امريکا بحث ته اړتيا ولري، نو روسيه به د دې لپاره تياريانی ونيسي، که دې ته اړتيا ونه لري، نو روسيه به خبرو اترو ته سترګې په لاره اوسي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |